ددين پر اصولوبه ځان پوهوو
ددين اصول يوشمېرعقيدې دي،چې ددين ستنې اوبنيادونه ګڼل کېږي او دادي: (( توحيد)) (( نبوت ))او((معاد)) .
دېته په پام سره ،چې په هره زمانه کې انسانانوډول ډول عقيدې لرلې اواوس هم بېلابېلې عقيدې موجودې دي اوهره ډله اودين انسان يولړ خاصوعقيدوته رابولي؛نوځکه دمسلمان لپاره ضروري ده ،چې ددين ددښمنانواوغرضي کسانو د زهرجنو تبلېغاتوله امله له خپلو عقيدو وانه وړي او هرچاته پکاردي،چې په دليل اوبرهان سره دخپلې عقيدې له اصولو خبرشي اوددې معنادانه ده ،چې ګوندې کلونه کلونه دې ديني علم زده کړي اوفلسفي اواستدلالي کتابونه دې ولولي ؛بلکې تردې حده بس دى ،چې دخپلوعقيدو اصول په ساده اوټينګودليلونو وپېژني ،لکه يوه مشهوره قصه ده ،چې يوه ورځ يوې بوډۍ ښځې په څرخې تاراوبده په دې حال کې چاورنه پوښتنه وکړه،چې:(( دخدا ى تعالى د وجودثابتولولپاره څه دليل لرې ؟))
بوډۍ سملاسي له څرخې لاس اوچت کړاوچې څرخه ودرېده ؛نووئې ويل کله ،چې دومره وړه څرخه بې چلوونکې څرخېږي؛نوڅنګه ويلاى شو دا دومره پراخه نړۍ اودومره سترې منظومې بې له کوم چلوونکې وچلېږي اوبې له کوم څرخوونکې او تنظېموونکې پخپله وڅرخېږي؟
خوشال بابا دپوهې اوعبادت په تړاو وايي:
عبادت بې معـــــــــــــــــــــرفتــــــه
واړه هيڅ دى پرغــــــــــــفلته
اول پوه په معــــــــــــــرفت شـــــــه
بيا خبرپه عـــــــــــــــــبادت شه
ځان ساتـــــــــــــــه له معصيـــــته
موافق شه لـــــــــــــــــــه طاعته
که خبـــــــرپه معرفــــــــــت شــي
لټ په امرپــــــــــــــه طاعت شي
په ايمــــــــان کې دې خلــل وي
شناخت طاعت ســــره الول وي
کافران پــــــــــــه خداى خــبردي
چې طاعت نـــــــــه کاکافردي
حقيـــــــــــــــــقي مؤمن هاله يې
ګڼه زده کړه مــــــــــؤمن نه يې
که دې شناخت هم دطاعت شته
هم دې ترس دمعــصيت شته
کـــــــــــــبيره دايمان زيان دى
هرطاعت لره نقــــــــــــــصان دى
زده کړه ښــــه له مابې درنګه
ګناهونــــــه دي دوه رنــــــــــګه
هرچې کم دي صغيـــــــــره دي
هر چــــــــې لوى دي کبيره دي
که سړى کــــــــــــــــــــبيره نه کا
صغيره به يـــــــې خداى ښه کا
په چاپسې لاړشو؟
مسلمان،چې دخپلې عقيدې اصول په ټينګودلايلوزده کړل ؛نوددين په نوروبرخولکه لمانځه ، روژې،حج ،معاملواوداسې نورڅيزونوکې بايد له جامع الشرائط مجتهداوعالم نه تقليداولاروي وکړي،چې داجتهادټول شرطونه ولري اودفقهې اواستنباط (ددلايلو له مخې دالهي حکمونوراويستل ) په څانګې کې متخصص ، ماهراوکارپوه وي دتقليدمطلب ماهراومتخصص ته مراجعه ده؛ يعنى لکه څنکه چې انسان دژوندپه هرې چارې کې ناروغ شي يا کورجوړوي ؛نو ډاکتريا انجينرته ورځي همداراز ددين په فروعاتواوالهي احکاموکې که انسان پخپله ماهراوپوه نه وي ؛يعنې پخپله مجتهدنه وى پکارده ،چې جامع الشرائط مجتهداوعالم ته مراجعه وکړي اودهغه تشخيص اورايه دخپل ژوندعملي برنامه وګرځوي .
Add new comment