اسلامي انقلاب ستر لارښود د سباؤن لسیزې په لومړۍ ورځ،د اسلامي انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمینی (رح) ته د دعا لپاره ولاړه
د ایسنا د راپور له مخې د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای نن د حضرت امام خمینی (رح) په سپیڅلي حرم، د چنګاښ د اوومې د شهیدانو په مزار او بهشت زهرا کښې په شتون سره فاتحه ولوسته او د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر د یاد درناوی یې وکړ .
له ننه ۳۵ کاله مخکې په همداسې ورځ سهار وختي دایران داسلامی جمهوریت فضا داسلامی انقلاب دارواښاد لارښود حضرت امام خمیني له فرانسې دراوړونکي الوتکې په راڅرګندیدو سره نوراني شوه او او دایران میړني او غیرتی ملت دخپل انقلابی محبوب رهبر دهرکلی لپاره شیبې ګڼلې چې بلاخره هم دغه شیبې راورسیدې او حضرت امام خمینی هم دسلواغې په دولسمه نیټه داسلامی ایران په پاکه خاوره له پنځلس کلنې جلاوطنۍ وروسته ګام کیښود او دایران په ملت کې ئې یو نوی روح پوو کړ
حضرت امام خمیني دتهران دمهرآباد هوائی ډګره له راوتلو سملاسی وروسته دمننې له یوې لنډې وینا وروسته دمیلیونونو مینه والو دهرکلی په جلوس کې بهشت زهرا هدیرې ته روان شو اودشهیدانو دهدیرې په مینځکې ئې مفصله او مهمه وینا وکړه
له دې ورځې وروسته هرکال دسلواغې دولسمه نیټه په ایران کې دسباؤن لسیزې دپیل په توګه په پرتمین ډول لمانځل کیږي او خلک له خپل ارواښادلارښود سره خپل بیعت نوی کوي
Add new comment