آمریکا د آمنیتي تړون د لاسلیکولو په بدل کښې،د هیڅ شي د غوښتلو حق نلري

دغه څرګندونې د افغانستان ولسمشر حامدکرزي له بې بي سي سره په مرکه کښې کړي او ویلي یې دي روښانه ده چې له آمریکا سره د آمنیتي تړون لاسلیکول دې ،د افغانانو لپاره سوله راولي ،سوله د افغانستان د خلکو اساسي اړتیا ده ،لکه څنګه چې د نړۍ د نورو هیوادونو خلک ور ته اړتیا لري.
د افغانستان ولسمشر کرزي په دې مرکه کښې زیاته کړي ده، آمریکا دا حق نلري ،چې د آمنیتي تړون د لاسلیکولو په بدل کښې،څه وغواړي ،که ټاکل شوي وي،چې آمریکا مونږ ته پیسې راکړي ،نو زه او زما هیواد دغو پیسو ته کومه اړتیا نلرو ،پیسې مینه او محبت نه راولي.
حامد کرزی وايي، د آمریکایانو هدف له طالبانو سره مبارزه نه ده ،تراوسه د آمریکايي الوتکو لخوا زمونږ په کلیو له دریوو زرو زیات حملي شوي دي ،ولي بګرام له طالب بندیانو نه دی ډک ؟ نو داسي ښکاریږي چې آمریکایان په افغانستان کښې د سولې او ثبات په ټینګولو پسې نه دي ،متاسفانه آمریکایان زمونږ په هیواد کښې د جنګ په دوام او وینې تویونې پسې دي او زه د دغه سیاست پاي ته رسیدل غواړم .

Add new comment