د امام مهدي (ع) غېبت د حضرت امام علي (ع) له نظره

د 260 ه.ق کال د وړومبۍ خور يا ربيع الاول د مياشتې نهمه نېټه د حضرت امام مهدي (ع) د امامت او ولايت وړومبۍ نېټه ده. د زمانې امام (ع) د 255 ه . ق کال د شوقدر يا شعبان د مياشتې په نيمائۍ کښې په سامراء ښار کښې دنيا ته راغے. هغه د خداے د ګران رسول (ص) په څېر نامه لري. پلار يې امام حسن عسکري (ع) او مور بي بي يې حضرت نرجس خاتون نوميږي. حضرت امام مهدي (ع) همدا اوس د خلقو له سترګو غېب دے او دغه غېبت به د ظلم، تبعيض او بې انصافۍ په خلاف د هغه د ظهور او پاڅون تر وخته پورې اوږد شي. په دې مضمون کښې غواړو چې د زمانې د امام (ع) د نيکۀ حضرت امام علي (ع) له نظره د هغه حضرت د غائبېدو علتونه بيان کړو نو ښه ده له مونږ سره مل او ملګروي اوسئ:
په ټولو الهي دينونو او اکثرو غېر الهي مکتبونو کښې د يو نړيوال اصلاح کوونکي او نجات ورکوونکي د ظهور پېشګوئي شوې ده. دغه ټول دا عقيده لري چې
په يو کړکېچن وخت کښې چې فساد او ظلم به زيات وي ستر نړيوال نجات ورکوونکے او مصلح ظهور کوي او د نړۍ ګډوډ او پرېشان حالات به اصلاح کوي. د مسلمانانو په عقيده دغه نړيوال مصلح حضرت امام مهدي (ع) دے چې دنيا به هغه وخت چې پکښې ظلم او فساد څپانده وي له عدل او انصافه ډکوي. ستر سني عالم ابن ابي الحديد وائي: ((د ټولو مسلمانو فرقو ترمېنځ پرېکنده اتفاق دے چې د دنيا عمر به ختم نۀ شي مګر د امام مهدي (ع) له ظهوره وروسته.))
د حضرت امام علي بن ابي طالب (ع) يو صحابي اصبغ بن نباته نقلوي چې: (( زر د حضرت علی بن ابي طالب په خدمت کښې حاضر شوم. هغه حضرت مې به فکر کښې ډوب وليد. په داسې حال کښې چې په دې حالت زيات حېران وم، عرض مې وکړ، يا اميرالمومنين مګر څه پېښه رامنځته شوې ده چې دومره اندېښمن او د فکر په سمندر کښې ډوب ښکارې؟
حضرت امام علي (ع) په ځواب کښې وفرمايل، د هغه فرزند په باره کښې وروسته به زما له نسله دنيا ته راځي فکر کوم. هغه زما يولسم فرزند دے. هغه زمونږ د اهلبېتو مهدي دے چې زمکه به له ظلم و ستم او تباهۍ نه له ډکېدو وروسته له عدل او انصافه ډکه کړي. خو له دې مخکې د هغۀ لپاره د غېبېدو يو دوران دے چې زياتره خلق به په دغه دوران کښې له حق او نېغې لارې څخه منحرف شي.))
په دې کښې شک نشته چې د خلقو د هدايت لپاره د الهي لارښوونکو مشري او رهبري غوره کمال ته د هغوي د رسولو لپاره ده. خو دغه لارښونه او کمال ته رسېدل په داسې صورت کښې دي چې خلق له دغه الهي هدايت څخه د استفادې امادګي ولري. که په خلقو کښې داسې مناسبه زمينه وجود ونۀ لري نو د خلقو ترمېنځ د اسماني لارښوونکو شتون به څه تاثير و نلري. له همدې امله خداے پاک د خلقو د هدايت د دوام لپاره په هغه وخت کښې چې هغوي د بې مثاله الهي نعمت يعنې د الهي رهبر او معصوم امام قدر نۀ پېژني نو د مصلحت له مخې يې هغه د پردې شا ته غېب کړے دے.په دې بنياد د هغۀ له لارې په خلقو باندې الهي رحمت دوام پېدا کوي او د خداے په لور د خلقو د هدايت ور هم هغه شان خلاص دے. د نهج البلاغې په ۱۴۷ حکمت کښې امام علي بن ابي طالب (ع) په دې حقله فرمائي:
((زمکه هيڅکله له داسې الهي حجته خالي نۀ ده چې د خداے لپاره په روښانه برهان سره پاڅون وکړي په څرګنده او پېژندلي شکل کښې او يا په ويروونکي او پټ شکل کښې، چې د خداے پاک حجت ضائع نۀ شي او نښې نښانې يې له منځه لاړې نۀ شي(يعنې د هدايت روښانه دليلونه ختم نۀ شي.) ))
د زمانې د امام (ع) غېبېدل څه نوې خبره نۀ ده. خداے پاک به له دې مخکښې هم د ځينو مصلحتونو له مخې ځينې انبياء عليهم السلام د يوې مودې لپاره د خلقو ترمېنځ پټول. لکه د قران شريف د وېنا له مخې حضرت موسی (ع) له بني اسرائيلو څخه څلوېښت ورځې لرې شو ان تردې چې دغه موده تېره شوه نو بيا د خپل قوم لوري ته راغے. همدارنګ کله چې د حضرت يونس (ع) قوم د هغۀ په مخالفت ټينګتيا وکړه او هغه يې ورټۀ او وغندۀ نو د هغوي له منځه بهر شو په دا ډول چې هيڅ معلومه نۀ وه چې هغه چرته دے خو په حقيقت کښې هغه خداے پاک د يو مصلحت له مخې د کب په خېټه کښې ژوندے ساتلے ؤ او بيا يې هغه رابهر کړ او روغ جوړ يې د خپل قوم چې توبه يې کړې وه لورې ته راستون کړ. حضرت عيسی (ع) هم د سورۀ نساء د 156 مبارک آيت له مخې په دار وخېژولے شو خو ونۀ وژلے شو بلکې اوس هم له پېړيو پېړيو وروسته ژوندے او له سترګو پناه او غېب دے. امام علي (ع) د دې مطلب په بيان کښې چې د خداے دائمي سنت يعنې په ټولو زمانو کښې د انسان امتحان جاري دے او د زمانې د امام د غېبېدو په دوران کښې ټول واقعات هم په دې لړ کښې دي، فرمائي:
((د زمانې د څښتن لپاره دوه غېبتونه دي چې خلق پکار دي په داسې حالاتو کښې الهي تقوا اختيار کړي او په دين او د هغۀ په احکامو او تعليماتو باندې پابند وي.)) بيا يې د سورۀ بقرې 214 مبارک ايت تلاوت کړ: ((ايا ګمان مو وکړ چې بغېر له دې چې هغه پېښې او واقعات چې د تېرو خلقو لپاره رامنځته شول ستاسو لپاره راشي جنت ته به داخل شئ؟ هم هغه تېر کسان چې دومره له مشکلاتو او مصيبتونو سره مخامخ شو چې حتی پېغمبرانو او هغو کسانو چې په هغوي يې ايمان راوړے ؤ له ځان سره ويل چې د خداے نصرت او مرسته به کله رارسيږي؟ هغه وخت هغوي ته وويلې شول چې د خداے مرسته او نصرت رانزدې دے.))
د خداے پاک يو ثابت سنت د بندګانو ازمېښت او پکښې د صالحانو او پاکانو غوره کول دي، په دا ډول چې ژوند تل د ازمېښت او امتحان ډګر دے چې بندګان له دې لارې د خپل ايمان او استقامت په رڼا کښې د خداے پاک له اوامرو څخه پېروي وکړي او کمال ته ورسي او د هغوي پټ استعدادونه څرګند شي. نوپه دې وجه د ايمان د قوت د تشخيص او د خداے پاک د اولياؤ عليهم السلام په تعليماتو باندې د خلقو د پابندۍ يوه لاره د الهي رهبرانو د غېر حاضرۍ او غېبېدو په دوران کښې د هغوي کړچار او کردار دے. د مثال په توګه کله چې حضرت موسی (ع) د خداے پاک په حکم د مناجاتو لپاره څلوېښت ورځې د طور په غرۀ کښې مېشته شو نو اکثرو خلقو د کافي ايمان او يقين نۀ لرلو په دې وجه د سامريت په فرېب او دهوکه کښې راغلل او له الهي دين څخه يې لاس واخېست. امام علي (ع) دغه الهی سنت په بيانولو سره د حضرت امام مهدي (ع) مبارک وجود ته له اشارې نه پس په يو روايت کښې فرمائي: (( هغه حضرت به د خلقو له سترګو پټ شي دې لپاره چې ګمراه کسان له غېرو ګمراه کسانوڅخه وپېژندلې شي.))
د امام مهدي (ع) د غېبېدو دوران يو لړ زيات خطرناک فکري او اعتقادي مشکلات او مصائب لري. په دغه دوران کښې هغه ډله چې ټينګ ايمان نۀ لري له شک او شبې سره مخامخيږي او هغه کسان چې ايمان يې په زړونو کښې جرړې خورې کړې دي ستر الهي اجرونه او ثوابونه ترلاسه کوي. امام علي (ع) د حضرت امام مهدي (ع) له پېدائش نه کلونه کلونه مخکې دغو واقعاتو او د هغو منفي اثراتو ته اشاره کړې ده. هغه حضرت د خپلې وېنا په يوه برخه کښې فرمائي:
((د امام د غائبېدو په دوران کښې به خلق د شرعي احکامو له حدودو او چوکاټه وځي او له هغوي څخه به زياتره دا ګمان وکړي چې الهي حجت له دنيا لاړ دے او امامت ختم شوے دے. خو په خداے مې دې قسم وي چې په داسې دوران کښې به د خداے حجت د خلقو ترمېنځ او کوڅو او بازارونو کښې د تګ راتګ په حال کښې وي او د خلقو خبرې به اوري... هغه به خلق ويني خو خلق به تر هغه ټاکل وخته چې خداے پاک مقرر کړے دے د هغه حضرت په ليدوقادر نۀ وي.))
په يو بل ځاے کښې امام علي (ع) دې ټکي ته اشاره کوي چې الهي ازمېښت څه ډول له ګمراهانو او مايوسانوڅخه د هدايت شويوکسانو د بېلتون او پېژندل کېدو سبب کيږي فرمائي: ((په خداے مې دې قسم وي چې زۀ او زما دا دواړه زامن (يعنې امام حسن او امام حسېن) به شهيدان شي. خداے پاک به په آخره زمانه کښې زما له اولاده يو کس زمونږ د قتل د بدلې لپاره راپاڅوي او هغه به يوه موده غېب شي ان تردې چې خلق به وزمائېلې شي او ګمراهان به جدا کړې شي. ځينې انسانان به د هغه حضرت له ظهوره مايوسه شي او د بشريت د منجي له ظهور څخه د نااميدۍ په وجه به حتی دا جمله ادا کړي چې عالم خداے پاک د حضرت محمد (ص) آل ته څه اړتيا نۀ لري، يعنې که له آل محمد (ص) څخه څوک د زمکې په سر وې نو تر اوسه پورې يې پکار دي پاڅون کړے وې او دا بد او ګډوډ حالات او بې انصافۍ به يې ختمې کړې وې.))
او وروستۍ خبره دا چې د امام مهدي (ع) د غېبېدو او د هغه حضرت د پټ او اوږد ژوند يو علت وروستي الهي هدف ته د رسېدو لپاره د بشري ټولنې اماده کول دي.دغه امادګي د خلقو د پوهې د سطحې له اوچتېدو او يو عادل او عالم پېشوا او مشر ته د ضرورت له درک کولو سره سره د يو نړيوال حکومت د تشکيلولو لپاره د زمينو او امکاناتو رامنځته کېدل او له ظلم او بې انصافۍ نه د خلقو پوزې ته راتلل او د نړيوال امنيت او معنويت د پراختيا لپاره نړيواله غوښتنه ده. نو تر هغه وخته به حضرت امام مهدي (ع) د غېبېت په پرده کښې وي، ځکه چې د هغه حضرت دنده او وظيفه په پراخه او بنسټيزه توګه د پېغمبرانو او اولياو عليهم السلام د ټولو اهدافو او پروګرامونو پوره کول دي او د هغۀ اقدامات او اصلاحات د خلقو لخوا کافي شعور او اوچت درک ته ضرورت لري.
د اسلامي نړۍ ستر عالم شېخ طوسي په دې باره کښې وائي: ((په حقيقت کښې تر څو خلق د هغه حضرت يعنې امام مهدي (ع) د اقتدار زمينه برابروي غېبت به يې تر هغه وخته دوام پېدا کړي، ځکه چې خداے پاک د بشر په وسيله د حضرت امام مهدي (ع) د تقويت غوښتونکے دے نه د فرښتو په وسيله.))

Add new comment