صهيونيستانو يو ځل بيا د حضرت يوسف (ع) د زيارت سپکاوئ وکړ
د فلسطين د اطلاع رسونې د مرکز د رپورټ له مخې پرون سهار صهيونېسټانو د فوځ په ملاتړ د حضرت يوسف ع په زيارت بريد وکړ او په دغه ځاې کې مذهبي چارې تر سره کړې فوځ په هغو فلسطينيانو هم بريد وکړ چې غوښتل ېې د دغه زيارت ساتنه وکړي او له امله ېې څو تنه فلسطينيان په زهري ګازو مسموم هم شول . همدارنګ يو شمير نور صهيونيستان اقصي جومات ته هم ننوتل او د هغه ځای بې حرمتي يې هم وکړه . د يادونې ده چې په تېرو ورځو کښې سلفيانو هم په شام او اردن کښې د خدای د ګران رسول (ص) د صحابه کرامو د مزارونو بې حرمتی کړې وه چې د نړۍ د مسلمانانو جذبات يې راپارولی وو.
Add new comment