دایران او ۵+۱ډلې ورپسې خبرې اترې به په نیویارک کې ترسره شي
ایسنا خبري آژانس راپورورکړ خبروسرچینو ویلی دي دایران او ۵+۱ډلې دنوو خبرواترو ورپسې پړاؤ چې داساسی موضوعګانې باید پکې وټاکل شي ،دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزیر محمد جوادظریف او د اروپائی اتحادئې دبهرني سیاست دمسئولې میرمن کاترین په شتون سره به په نیویارک کې ترسره شي
دایران داراک ددرانو اوبو ریئکټر به په نیویارک کې دایران او ۵+۱ډلې دنهائی ګام په خبرواترو کې یوه اساسی موضوع وي
راپورښئ دنهائی ګام لپاره دخبرواترو دترسره کیدا وخت یو کال دی او ددغه ګام اجرابه هم یو مشخص پړاؤ ولري چې دخبرواترو ترپاي پورې ددغه وخت پړاؤ معلوم شوی نه دی .
دایران اسلامی جمهوریت اړونده مسئولانو له دې مخکې ویلی وو چې له ۵+۱ډلې سره دنیویارک ،جینوا او ویانا پشمول دملګروملتو په اصلی مرکزونو کې خبرې اترې کوي
Add new comment