د طالبانو ډلې د کابل د حملې پړه ومنله
د طالبانو د ډلې ویاند د افغانستان په پلازمینه کابل ښار باندې د نن سهار د چاودنې مسئولیت قبول کړ.
د ایسوشیئیټډ پریس د رپورټ له مخې د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد ادعا وکړه چې د دغې ډلې یو غړي د چاودونکو موادو به لرلو سره ځان د کابل په ختیځ کښې له یو پوځي بس سره وجنګوه چې له امله یې په رامینځته شوې چاودنه کښې په لس هاو تنه افغان امنیتي ځواکونو مړه او ژوبل شول.
په عین حال کښې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وویل چې په دغه چاودنه کښې ۵ تنه وژل شوي او ۲۲نور ژوبل شول.
ده زیاته کړه: په وژل شویو کسانو کښې د یوې ښځې په شمول دوه ملکي کسان هم شامل دي.
په تیرو دریو اونیو کښې د ډیپلماټ میشتې سیمې وزیراکبر خان په شمول په کابل ښار کښې څو درنې چاودنې شوي چې پکښې په لس هاو تنه مړه او ژوبل شوي دي.
Add new comment