عنان وايي د ایران پرضد نوي بندیزونه د اروپا او امریکا ترمنځ د درځ لامل ګرځي

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو پخواني عمومي منشي، کوفي عنان په منځني ختیځ سیمه کې د امنیت په خوندیتوب کې دایران پر چورلیزي رول په ټینګار سره د امریکا له کانګریسه وغوښتل چې له تهران سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره د ډیپلوماټيکي شرایطو برابرولو ته موکه ورکړي.
کوفي عنان چې د سویس په داووس ښار کې د اقتصاد په نړیواله غونډه کې ګډون کړی و، له رویټرز خبري آ ژانس سره په مرکه کې یې وویل چې که ټاکل شوې ده په منځني ختیځ کې د ټیکاو پر لوري حرکت وکړوو، ډېره مهمه ده چې ایران په سیمه کې خپل طبیعي رول و لوبوي.
عنان د ایران او پنځه جمع یوډلې ترمنځ د اټومي موافقې په اړه هم وویل چې ایرانیان هم په هېواد کې دننه سخت دریځي لري چې د جنوا د موافقې پر اساس د اړیکو ښه کېدو ته نه دي متقاعد شوي.
له بلې خوا په واشنګټن کې هم سخت دریځي شته چې باور نه لري چې دا د حرکت لاره ده، او د نویو بندیزونو د لګولو خبرې کوي.
عدنان خبرداری ورکړ چې دغه اقدام به د اروپا او امریکا ترمنځ د درځ رامنځ ته کولو لامل شي

Add new comment