د بریدونو احتمال ،پاکستان شیعه زیارتوال په یوه پوځي الوتکه کښې کویټي ښار ته استول کیږي

د ا یرنا د راپور له مخې د تره ګرو بریدونو د احتمال په دلیل ۱۶۰ پاکستاني شیعه زیارتوال ،د ایران له تفتان پولي له تیریدو وروسته، د پاکستان د پوځ په یوه پوځي الوتکه کښې کویټي ښار ته استول کیږي .
ټاکل شوي ده د پاکستان د پوځ سي ۱۳۰ ډوله الوتکه د ایران تفتان سرحدي ښار ته واستول شي او شیعه زیارتوال کویټي ته منتقل کړي .
د پاکستاني زیارتوالو دغه ډله چې په ایران کښې یې د سپيڅلیو ځایونو او زیارتونو لپاره دغه هیواد ته سفر کړی ؤ ،له میرجاوه تفتان ته ځي .
دغه ډول زیارتوال زیاتره له تفتان څخه د ځمکې له لاري کویټي ټه ځي،چې پرې ترهه ګر بریدونه کیږي.
د تیري سه شنبي په شپه هم په مستونګ سیمه کښې په شیعه زیارتوال د لشکر جهنګوي د ترهه ګرې ډلګۍ لخوا برید وشو،چې له کبله يې ۲۸ کسان شهیدان او له ۴۴ زیات نور ژوبل شول .
له دې بوږنونکې پیښې وروسته په درست پاکستان کښې اعتراضونه وشولو او پرلتۍ هم ووهل شوي .

Add new comment