په پاکستان کښې د نا آمنیو له زیاتیدو وروسته، آمنیتي بدلونونه شوي
د ډان د راپور له مخې د پاکستان د حکومت لخوا د دغه هیواد د ساتنې یا پي پي او په قانون کښې په وړاندیزې اصلاحاتو سره له دې وروسته آمنیتي ځواکونه د محکمې له حکم پرته تورن له دې پرته چې هغه پخپل جرم خبر کړي،دري میاشتي په بند کښې ساتلاي شي. د دغه وړاندیزي اصلاحاتو له مخې د پاکستان آمنیتي ځواکونه هغه کس نه شي ویشتلاي چې په ترهه ګرو عملیاتو او یا هم د نشه ایزو توکو په انتقال تورن وي . د دغه خبر له مخې د پاکستان د حکومت دغو وړاندیزي اصلاحاتو د دغه هیواد د بشري حقوقو د ډلو او مدني ټولنو د فعالانو سختې نیوکې راپارولي دي . د اسلام آباد حکومت وړمه ورځ دغه اصلاحات چې ولسمشر ممنون حسین لاسلیک کړي ؤ، په پارلمان کښې تصویب کړل .
Add new comment