د شیعه مسلمانانو په وژلې باندې په اعتراض کښې په ټول پاکستان کښې اعتراضونه جاري دي

د تهران د اردو راډیو د رپورټ له مخې په اسلام آباد، کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ، حیدرآباد، ملتان، سکر، نواب شاه، شکارپور او په تیره بیا کویټه کښې د پاکستان د خلکو اعتراضي ناسته له پرونه پيل شوې او تراوسه لا دوام لري. د دغو پرلتیو له امله په یادو ښارونو کښې ډیرې الوتنې لغوه شوې دي او تجاري، اداري او روزنیز مرکزونه هم بند شوي دي. د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې د وژل شویو کسانو خپلوانو مړي تراوسه نه دي ښخ کړي او د اعتراض په توګه یې د هغوي جنازې هم له ځان سره ایښې دي. په همدې حال کښې د پاکستان د بلوچستان صوبې وزیراعلی پرون له پرلت وهلو سره په کتنه کښې هڅه وکړه چې هغوي د دغې اعتراضي ناستې ختمولو ته مجبور کړي. خو پرلت وهونکو اعلان وکړ چې ترڅو پورې چې د سه شنبې د ورځې د جنایت ترسره کونکي او عوامل نیول شوي نه وي، دغه اعتراضي ناسته به جاري وساتي.

Add new comment