په پيښور کښې د شیعه ؤ د یو جومات د امام ترور د دغه ښار د خلکو غوسه راپارولي ده

د پاکستان د خیبر پښتونخواه په سلګونو خلکو نن د پېښور د موسوي اسلامي مرکز د جومات پر امام او خطیب،علامه عالم موسوي د ترور په ځاي کښې مظاهري وکړي او دغه ترهه ګر برید یې وغانده او د دغه جنایت د عاملانو د سزاکولو غوښتنه یې وکړه .
معترضانو له مرکزي او صوبایي حکومتونو وغوښتل، په پاکستان کښې له ترهه ګرو سره مقابله جدي او د شیعه ؤ د آمنیت د ساتلو لپاره له پخوا زیاتې هڅې وکړي .
د پېښور د موسوي اسلامي مرکز د جومات امام او خطیب،علامه عالم موسوي له لمانځه وروسته کورته روان ؤ،چې ډهکی منورشاه کښې پرې د ترهه ګرو لخوا برید وشو او ووژل شو .

Add new comment