داسلام د عظیم الشان پیغمبر ص د نیکمرغه زوکړې ځانګړې مطلب

که صورت د محمد نه وی پیدا
پیدا کړې به خدای نه وه دا دنیا
که ولی دی که نبی دی که عاصی دی
محمد دی د تمام جان آبا
خدای یې مه ګڼه بې شکه چې بنده دی
نور یې کل واړه صفات دي په رښتیا
(رحمان بابا)
د مهربانۍ د استازي او دخدای د وروستي ګران رسول حضرت  محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم  د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په شپو ورځو کې یوو. د  پينځه سوه اویایم میلادي کال د عام الفیل د ربیع الاول اولسمه نیټه،  نړۍ د  یو داسې انسان  د پنځون په رڼا وځلیده چې  څلویښت کاله وروسته  د خدا ي په امر مامور شو چې  د اخلاقي  مکارمو په بشپړتیا سره  انسانان د ژغورنې او نیکمرغۍ څوکې ته ورسوي ،  هغه حضرت  له جهل ، ظلم او بې عدالتۍ  په ډکې ټولنې کې  د هستۍ تر ټولو ښکلې شعرونه د نړیوالو په غوږونو کې زمزمه کړل  چې  « قولوا لا اله الا الله تفلحوا» ای  خلکو  ای د نادانۍ او شرک په زولنو کې  ښکیلو انسانانو  ‎! ووایئ: بې له یوازیني خدایه  بل څوک نیشته چې  وژغورل شئ.
×××
حضرت محمد (ص) د دغه نوراني کلام په رڼا کې  انسانانو ته تر ټولو لوړ او بشپړ دین وړاندې کړ او د خپل رسالت ډالۍ یعنې اسلام یې هغوی ته ورکړه .  کومو کسانو چې اسلام ومانه او د خدای په یووالي او د پيغمبر په پیغمبرۍ یې ګواهي ورکړه   د مسلمانۍ ویاړمن نوم  يې خپل کړ .  د محمد د رسالت په برکت  د جنګ او ورور وژنې اور  مړ شو او ټول  د اسلام د روح بخښونکو تعلیماتو په سیوري کې یو زړي او مهربانه شول .  هغه حضرت  د خپلو غوره اخلاقو په وجه په قران کې ستایل شوی  او د خپلې مهربانۍ او نرمۍ له امله  یې د خلکو زړونه ځآنته راکښلې دي.  پیغمبر داسلام په برکت ډير تندخویه کسانه  بدل کړل او له هغوی یې اغیزمن او لوی انسانان جوړ کړل . خو  له بده مرغه نن سبا   یوه ډله  چې د غفلت او کینې زنګونو یې زړونه تیاره کړي او جهل او بې خبرۍ یې عقلونه ورقلف کړې دي  د خدای  او پيغمبر په نامه  د مسلمانانو په خلاف ډیر بوږنوونکي جنایتونه کوي  او ورباندې ویاړي ،  نو تاسو ووایئ آیا دغه  د مسلمانانو غولیدلې ډله  د جاهلیت دوران  ته نه ده ستنه شوې؟
×××
دا دی نن  د مهربانۍ او رحمت د پیغمبر د نیکمرغه زوکړې یا میلاد په کلیزې کې  له  لویه خدایه غواړو  چې د بصیرت رڼا   له اسلام او د پیغمبر له سیرته  د غافلو کسانو په زړونو وځلوي  او د ګډ دښمن په وړاندې د مسلمانانو لیکې  تر مخکې زیاتې مزبوتې کړي.
تاسو ته د رسول الله مبارک د نیکمرغه میلاد مبارکي وایو او  یو څو شیبې د مسلمانانو تر مینځ د وفاق او یو زړه والي د پیدا کولو لپاره دهغه حضرت  د لارو چارو او سپارښتنو په موضوع سره ستاسو په خدمت کې یوو په دې هیله چې له مونږ سره مله اوسئ.
××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××
 رسول الله  مبارک به همیشه د ګډ دښمن  په وړاندې  د  اسلامي امت په یووالي ټینګار کاوه .  په دې ډول چې د دغه چارې د تحقق لپآره یې ډیر زیار وویسته او هغه یې داسلام له اصولو او ارزښتونو ګڼلې ده . حضرت علی علیه السلام په دې اړه فرمایی:
« پيغمبر ټولنیز درزونه په  وحدت  سره اصلاح کړل او فاصلې یې ختمې کړې»
نن د اسلامي امت د وحدت مطلب دا دی چې  مسلمانان  د خپل دین د ساتلو په ترڅ کې  د  دیني مشترکاتو لکه  توحید ، قرآن ، پیغمبر ، او دهغه حضرت د سنتو په چورلیز  د هغو خطرو په  وړاندې چې  اسلامي ټولنه ګواښي   یو والی او یو زړه والی ولري  او  ډول ډول مذهبي ، سیاسی ، ژبني او توکمي  اختلافونه پریږدي.
××××
 یوه چاره چې د وحدت او یو والي د راوستلو لپآره  یې د پیغمبر استراتژي ګڼلی شو  د هغه حضرت  اخلاق او کردار دی .  د رسول الله مبارک نرم او جاذبه لرونکي اخلاق  همیشه د اختلافاتو د سړولو ا او د پاک فطرته کسانو د جذبولو لپاره  یو ډیر لوی لامل پاتې شوی دی. د پیغمبر معجزه ناکه مینه سبب کیده چې  کله کله به ډیر سخت مخالفان هم  دهغوی له صفونو سره یو ځای کیدل  په دې ډول  چې  د پیغمبر خوښ اخلاق به  د زړونو  د وحدت او مینې  چورلیز ګرځیده .
×××
 هغه حضرت د ټولنیزو ظرفیتونو په دقیقې پیژندنې سره  د ټولو له خوا د وحدت د منلو زمینه برابره کړه   رسول الله مبارک مدینې ته له رسیدلو وروسته  د مختلفو ډلو تر مینځ د یووالي تړونونه وکړل ، دغه تړونونه  دهغه وخت په ټولنه کې د  ی اسلامي وحدت د پیداکولو لپاره یوه ښکاره بیلګه او حل لاره ګڼلی شو. او دا هغه لومړي قراردادونه وو چې  پيغمبر په مدینه کې د مختلفو قبیلو  او پرګنو تر مینځ وکړل .  دغه تدبیر  د ملي او دیني وحدت د پيدا کولو لباره تر ټولو ښه  حل لاره وه  ځکه چې  د ښکیلو قبایلو تر مینځ  وحدت  د یو سیاسي او حکومتي وحدت د جوړیدو زمینې برابرې کړې.
×××
 د مهاجرو انصارو تر مینځ تړون هم  د عمومي وحدت د جوړولو او د دیني پیوستون او یووالي د روحیې د القاء کولو لپاره  ډیره اغیزمنه طریقه وه .  پيغمبر د مکې د مهاجرو ترمینځ او دمدینې د استوګنو تر  مینځ چې انصار یعنې مرسته کوونکي ګڼل کیدل  د ورورۍ تړون وکړ ؛ په دې دول چې  انصارو  خپل مهاجر وروڼه  په خپلو مالونوړ او کورونو کې شریک کړل . د دغه تړون په یوه برخه کې راغلې دي:
«مسلمانان د یو بل دوستان او ملاتړي دي  او د ظلم او تیري په وړاندې به  له یو بل سره متحد کیږي ، د تړون لاسلیکوونکي یو ملت جوړوي ، هیڅ کس باید د  هم تړوني کس په حق کې ظلم ونه کړي  که د مسلمانانو تر مینځ کوم اختلاف پیدا شي د  حل مرجع به یې خدای او رسول وي»
×××
 دغه د وروۍ تړون  په یو خدای او توحید د  ایمان په چورلیز او د قامي انګیزو د نفي  په اساس  جوړ شو .  لکه چې د  حجرات سورې په لسم ایت کې خدای تعالی د  ایمان راوړونکي د یو بل وروڼه ګڼي  او فرمایي:
« مومنان دیو بل  وروڼه ده ، نو د دوو وروڼو تر مینځ  سوله او روغه وکړئ، او تقوی ته مخه کړئ ښایی د خدای په رحمت کې شامل شئ»
په دې ډول پیغمبر د اخوت د  مطرح کولو سره  مسلمانان له ګواښونکو خطرو وژغوري.
×××
د پيغمبر مطلوبه ټولنه هغه ټولنه ده چې  ټول غړي یې  د توحیدي دین په اساس  د یو بل وروڼه دي . په دغه آیډیاله ټولنه کې  د ورورۍ روحیه څپې وهي  او ټول وګړي یې په یو وحدت بخښونکې رابطې کې ګډ ژوند کوي.  لکه چې رسول الله مبارک فرمایي:  د یو بل په مینځ کې په   دوستۍ مینې او رحمت کې د مومنانو مثال  د یو  واحد بدن په شان دی ، کله   یو غړی ودردیږي نور غړي هم ورسره په درد  وي. ( بحار الانوار ، ۳۹ ټوک ۵۶ مخ)
او همدا مطلب لوی شاعر  شیخ سعدی شیرازی په خپل شعر کې داسې راوستی دی
 بنی آدم اعضای  یکدیګرند ،
که در آفرینش زیک ګوهرند،
چو عضوی بدرد آورد روزګار ،
 دګر عضوها را نماند قرار.
د وحدت او یو زړه توب د پیدا کولو لپاره د رسول الله مبارک د سیرت په یو بل ځای کې راغلې دي  چې هغه حضرت  د مکې له فتح کولو وروسته په مسجد الحرام کې  یو وینا وکړه ،  ددغه وینا ځینې ټکي دا دي:
« مسلمان د بل مسلمان ورور دی ،  به هغه  ظلم نه کوي، هغه نه خواروي ،  له هغه سره خیانت نه کوي ،   د هر مسلمان دنده ده چې  له یو بل سره د پیوند ، اړمنو ته د مرسته رسولو او له یو بل سره  دمهربانۍ کولو په لاره کې هڅه وکړي»
××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××
 د اسلامي وحدت د جوړولو لپاره  د پیغمبر  یوه بله لاره  د توکم پالنې ، قام ګروهنې او ناروا نسلي توپیرونو نفي کول  دي.  اسلام له قامي او توکمي تعصباتو سره مبارزه و کړه  او یوازې تقوا یې د  لوړاوي  معیار وګرځاوه .  پيغمبر د اسلامي وحدت د جوړولو او د نسلي تعصباتو  ختمولو په لړ کې  د بلال حبشي او سلمان فارسي قدرونه وکړه  چې په دې ډول هم له موجودونو توپیرونوسره مقابله وکړي او ورو ورو الهي ارزښتونه د ټولنیزو منصبونو او مقامونو  معیار وګرځوي.
یوه ورځ سلمان فارسي د پیغمبر په جومات کې ناست و ،  یو شمیر اصحاب هم حاضر وو،  د اصل او نسب خبره شوه ، هغه  ته  یې وویل : ته دې خپل  اصل نسب راوښیه ،  دغه هوښیار کس چې د  اسلامي تعلیماتو په رڼا کې روزل شوی و  په ځا ی د د ې چې د خپل اصل او نسب او توکمي ویاړونو خبره وکړي ، وویل:
« زما نوم سلمان دی ، او دخدای  دیو بندی زوی یم ، بې لارې وم ، خدای د محمد (ص) په وسیله هدایت کړم ، نیستمن و خدای د محمد (ص) په ذریعه  بې نیازه کړم ،  مریی وم ، خدای د محمد (ص) په وسیله آزاد کړم ، دا دی زما اصل او نسب .»
 په دغه وخت کې رسول الله مبارک  راننوته او سلمان ورته دغه  کیسه بیان کړه : د خدای رسول (ص) هغه ټولي ته چې ټول قریش وو مخ  کړ او وې فرمایل : « ای د قریشو ډلې! وینه یعنې څه ؟  نسل یعنې څه ؟ دهغه کس ویاړمن نسب دهغه دین دی ، د هغه کس میړانه د هغه اخلاق ، شخصیت او ډیر کار  او خد مت  دی»
××× د قامي او توکمي تعصباتو د بې اساسوالي په هکله د رسول الله مبارک بیا بیا تاکیداتو  د مسلمانانو په تیره بیا د غیر عربو مسلمانانو  په یووالی او یو زړه والي کې  ژور اثر  پیدا کړ. او  په هغوی کې یې یووالی راوسته .  له همدې امله مسلمانانو که هغه عرب دي او که غیر عرب  اسلام  د خپل ځان وګاڼه او توکمي تعصبات ونه توانیدل غیر عرب مسلمانان   په اسلام بدبینه کړي.
×××
 بې له  شکه  د حضرت محمد (ص) سیرت ، د مسلمانانو د وحدت د تحقق لپاره  تر ټولو کارنده لارې چارې وړاندې کوي. قرآن ، سنت او د پيغمبر او اهل بیتو سیرت  ته مراجعه ، دمخالف کس د نظرونو زغمل ،  د نورو مذهبونو له منونکو سره ګوزاره  او له ملي اوتوکمي تعصباتو ډډه کول ،  د مختلفو اسلامي فرقو د پوهانو تر مینځ تعامل او راشه درشه ،  د بدګمانیو او ناوړه تفاهمونو د ختمولو لپاره  علمي خبرې اترې  او د دښمنانو  په توطئو اوسازشونو ځان خبرول ، د وحدت او یووالي د پیدا کولو لپاره د مسلمانانو په وړاندې راڼه او ځلانده افقونه پیدا کولی شي.

Add new comment