د تکفیریانو جرړې باید وچې شي .
په تهران کې د اسلامي یوالي په نوم په نړیوال کنفرانس کې د افغانستان یوه تن عالم آیت الله صالحي ټینګار وکړ کله چې د اسلام دوښمنان د اسلام په وړاندې په جګړه کې ناکام شول تکفیریانو ته ېې مخه کړه او هغوی ته ېې وسلې او پیسې ورکړې .
د هغه په وینا که د اسلامي نړۍ عالمان د تکفیریانو په وړاندې چوپ پاتې شي هغوی به د اسلام واقعي څيره د نړیوالو په وړاندې داغي کړي .
په تهران کې د اسلامي وحدت کنفرانس د نړۍ د ۵۰ هیوادونو د عالمانو په ګډون پرون پیل شو او ټاکل شوې درې ورځې به دوام وکړي او د اسلامي نړۍ په اوسنۍ وضعه به د قرانکریم د ارشاداتو په رڼا کې بحث وکړي .
Add new comment