اسلامي نړۍ له بل هروخته زیات د درزونو د ترمیم لپاره کلتوري هڅو ته اړتیا لري (خبري راپور)
د اسلامي ایران ولسمشر وویل اسلامي نړۍ له بل هروخته زیات د درزونو د ترمیم لپاره کلتوري هڅو ته اړتیا لري.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني نن په تهران کښې د اسلامي وحدت دری ورځنی اوویشتم نړیوال کنفرانس د پیل په دستورو کښې وویل د مسلمانانو دښمنان تل دوه هدفونه د اسلامي امت تر مینځ د درز او اختلاف اچول او د دغه ښکارندو ژورول تعقیبوي .
هغه وویل متاسفانه هغه ډلي چې له اسلامي کلتور او کلتوري حقیقت او د اسلام له اخلاقي اړخونو خبر نه دي، د اسلام او جهاد په نامه نړۍ ته د اسلام څیره منحرفه او اپوټه ښيي او د مسلمانانو تر مینځ اختلافات او درزونه لا ژور او زیاتوي .
د اسلامي ایران ولسمشر ټینګار وکړ د اسلام دښمنان غواړي،چې په سیمه کښې خپل پوځي شتون، سیاسي سلطه او کلتوري سلطه توجیه کړي ، په سیمه غاصبان، صهیونستان او تیریګر مسلط کړي او د هغوۍ جنایتونه هیر کاندي .
ښاغلي روحاني همدغه راز پخپله وینا کښې وویل،د اسلام دښمنانو غوښتل په سیمه کښې نوی جنګ پیل کړي او د دې کار لپاره يې زمیني هم برابري کړي،خو ایران د روسيي او سوریي په شمول د سیمي د ځینو هیوادونو،له سیمې د بهر هیوادونو او قدرتونو په ملګرتیا په سیمه کښې د جنګ مخه ونیوله .
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ د ایران د حکومت لومړی ګام، په سیمه کښې د نوي جنګ مخنیوی ؤ او د ډیپلوماسئ د درست توازن او اوزارونو په کارولو سره یې،چې درلودل ، له هغو درستو هیوادونو سره تل تماس کښې ؤ چې د جنګ او ویني تویونو مخالف ؤ او سیمې یې له نوي جنګ،نښتې او نیواک وژغورله.
Add new comment