د ایران او ۵+۱ ډلي موافقه،د اسلامي نړۍ د عظمت او سرلوړۍ لپاره یو تکتیک او آزموینه ده

د تهران د جمعي لمانځه خطیب  د ایران او ۵+۱  ډلي موافقه د کمزورتیا له دریځه ونه وبلله  اوويي ویل  دغه موافقه  د اسلامي نړۍ د عظمت او سرلوړۍ لپاره  یو تکتیک او آزموینه ده
د تهران د جمعي لمانځه خطیب  حجت الاسلام  والمسلمین کاظم صدیقي ،په راتلونکو ورځو کښې د ایران او ۵+۱ ډلي تر مینځ د جینیوا د موافقې اجرايي کیدو ته اشاره ړکړه  او ويي ویل  د ایران مقاوم ملت د اسلامي انقلاب  له بریالي توب وروسته توانیدلی دی  درست ګواښونه په فرصت بدل کړي .
 هغه  د ایران له اټومي مرکچې پلاوې  ملاتړ اعلان کړ او ويي ویل  د ایران ملت هیڅکله  زور او ګواښ  ته نه دی تسلیم شوی  او نه به هم تسلیم شي .
د تهران د جمعي لمانځه خطیب  له دې سره په یوه وخت د ایران اټومي مرکچې پلاوې ته سپارښتنه وکړه،  د خبرو اترو  په دوام کښې اړینه ځیرتیا ولري او د اسلامي جمهوري نظام سري لیکي او مصلحتونه وساتي .
حجت الاسلام  والمسلمین صدیقي  لبنان ته په وروستې سفر کښې،د دغه هیواد د حزب الله غورځنګ د لوړ پوړې قوماندان عماد مغنیه  په قبر د اسلامي ایران د خارجه وزیرمحمد جواد ظریف  شتون  او درناوې ته اشاره وکړه او ويي ویل د اسرائیلو د غاصب رژیم  او استکباري نړۍ  په وړاندې د لبنان مقاومت  د اسلامي  نړۍ او بشریت  پیاوړی ویاړ دی.
د تهران د جمعي لمانځه خطیب،زیاته کړه  د لبنان حزب الله غورځنګ ،لومړنۍ ډله وه،چې د اسرائیلو نه ماتیدنه يې باطله کړه  او  د درستو لپاره يې د مقاومت اعجاز  په ډاګه کړ .
نوموړې  د لبنان د حزب الله غورځنګ د مشرانو په ترور او په صبرا او شتیلا کښې د صهیونست رژیم پخوانې لومړې وزیر آریل شارون جنایتونو ته اشاره  او د دغه جنایتکار  په مرګ  په غبرګون کښې د لویدیځو چارواکو غمرازي اعلانولو يې خواشینی وښودله او ويي ویل  اوس د دي وخت رارسیدلی دی چې  د لویدیځي نړۍ خلک ویښ شي  او وویني چې  د هغوۍ مشران  له کومو ډلو او عناصرو ملاتړ کوي .
ښاغلي صدیقي د اسلامي  نړۍ د وحدت د ضمانت لاره په ګډولو تکیه وبلله او زیاته يې کړه،درست مسلمانان په واحد  خدای  او د هغه په ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) او په وروستۍ الهي وحي او د پیغمبر په تلپاتې معجزي  قرآنکریم  باور لري .
هغه ټینګار وکړ، د اسلامي نړۍ ظرفیت قدرت جوړونکی دی  او که درست مسلمانان  تر اسلامي بیرغ لاندې راټول شي ،نو د اسلامي نړۍ حکومت به په درسته نړۍ کښې خپور شي.

Add new comment