تکفیري او ترهه ګرې ډلګۍ د بني آمیه ؤ د نظام اجراکیدا غواړي

د پاکستان په  کراچۍ کښې د اهل سنت د جماعت  آمیر  علامه شاه تراب الحق  پرون د اسلام د ګران  پیغمبر حضرت محمد(ص) د نیکمرغه زوکړې په  مناسبت  په یوه غونډه کښې د کراچۍ په نشتر پارک کښې جوړه شوي وه، وویل پاکستان نن سبا  سپیڅلي محمدي نظام  پلې کولو ته لړتیا لري .
هغه  د  عید ميلادالنبی(ص)د جشنونو مخالفینو ته اشاره وکړه او ویې ویل اهل سنت د یارسول الله شعار ورکوونکي او ترسره کونکي دي  او د ړنګو شویو ډلګیو(سپاه صحابه)ختمول غواړي ،چې د اهل سنتو له نوم څخه استفاده کوي .
د مصطفی د نظام د غورځنګ  آمیر حاجی حنیف طیب هم  د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) تعالیم بیان کړل او ويي ویل  نن سبا اسلام او مسلمانانو ته زیات خطر د هغو ترهه ګرو لخوا دی،چې  د اسلام او جهاد په نامه   په هیواد کښې ترهه ګرې دودوي .
 هغه زیاته کړه  د نبی کریم (ص) د امت یوه فریضه داده،چې پخپلو کښې د ملګرتیا او زغم فضا دود کړي .
د ویلو ده چې په پاکستان کښې  تش په نامه مجاهدین(طالبان،سپاه صحابه او لشکر جهنګوي)په سوریه کښې له القاعدي  او هغو ترهه ګرو ډلو پیروي کوي ،چې د ابو سفیان او بنی امیه ؤ د نظام اجرا کیدل غواړي

Add new comment