امریکايي ځواکونو په پروان کې ۱۶ ولسي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
په پروان کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې شمېر ۱۶ کسانو ته ورسید.
په ولسي جرګه کې د پروان استازی عبدالستار خواصي وايي، امریکايي ځواکونو وړمه شپه ددغه ولایت په غوربند سیمه کې پوځي عملیات کړي او ۱۶ ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
خواصي وویل چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او امریکايي ځواکونو له عملیاتو وروسته یو شمېرکورونو ته اور هم اچولی.
هغه ورونه چې له امریکا سره امنیتي تړون ته لیواله دي او غواړي چې یاد تړون ژر لاسلیک شي، زه نه پوهېږم چې ملت ته ددوی ځواب څه دی، چې ددې ډول عملیاتو مخه به څوک نیسي.
د یوبل خبر له مخې افغان ولسمشر حامد کرزي د امریکایانو ددې کار سخته غندنه کړې او سیمې ته یې د ولسي جرګې د غړي، عبدالستار خواصي په مشرۍ یو تحقیقاتي پلاوي د لېږلو امر کړی.
Add new comment