د امام حسن عسکري ع لارښوونکی سیرت
که امام حسن عسکري ع د فساد خپریدو په مقابل کې ودرید او له بې وزلۍ او بې عدالتۍ په مقابل کې مبارزې ته راپورته شو د نړۍ ټولو عدالت غوښتونکو ته ېې دا پیغام ورکړ چې په هر عصر او زمانه کې باید د ظلم او فساد په وړاندې ودریږي او قیام وکړي .
د پیغمبر اکرم ص د یوه ګران اهل بیت د شهادت کلیزه ده او دا ورځ یو فرصت ګڼو تر څو د لویانو او برزګانو د ژوند د کتاب یوه بله پاڼه راواړوو .
او د هغوی د فکري مکتب او عملي سیرت او اخلاقو د ځان لپاره ګټه پورته کړو .
د ۲۶۰ ه ق کال په همدې ورځ امام حسن عسکري ع د عباسي ظالمو واکمنانو په لاس په شهادت ورسید د دغه بزرګوار امام د شهادت د کلیزې له امله د تسلیت له وړاندې کولو سره په څنګ کې د هغه د سیرت د یوې برخې بیان ته هم مخه کوو .
د پیغمبر ص د هر یوه اهل بیت ژوند او د مبارزې روده د یوې منظمې او منسجمې پرله پسې لړۍ یوه برخه او د یوه واحد حقیقت انعکاس دئ چې په بیلابیلو شرایطو کې ېې په بیلابیلو بڼو تجلا موندلې او را ښکاره شوې ده .
امام حسن عسکري ع په مدینه منوره کې وزږید خو داسې پيښې را منځته شوې چې هغوی ناچاره او د عباسي واکمنو د زور او اجبار له امله له خپل پلار سره یو ځای له مدینې سامرا ته چې به هغه وخت کې د عباسي واکمنانو د حکومت مرکز ؤ لاړ شي .
عباسي واکمنو د امام هادي ع او د هغه د زوی امام حسن عسکري ع په وخت کې پر هغوی د خپلو فشارونو لمن پراخه کړه د هغوی په وړاندې د عباسي واکمنو اصلي کړنلاره له هغه بزرګوارانو د خلکو لرې کول او د دوی او خلکو په منځ کې د فاصلې رامنځته کول ؤ له همدې مخې له امام جعفر صادق ع وروسته ټول امامام له خپل زیږنځای په جلا وطنۍ او په لرې لرې ځایونو کې به شهادت ورسیدل .
ښايي وویلئ شو د هغو امامانو په منځ کې چې د عباسي واکمنو په وخت کې ېې ژوند کاوه دریو بزرګوارو امامانو ؤ امام محمد تقي ع ، امام علي النقي ع او امام حسن عسکري ع د زمانې سختې تر نورو ډیرې وڅکلې .
عباسي حکومت په دوو دلیلونو په امام حسن عسکري ع محدودیتونه ولګول .
لومړئ دلیل ېې د خلکو په تیره د عراق په خلکو کې د پیغمبر اکرم ص د اهل بیتو علیهم سلام ځانګړئ مقام ؤ چې د خلافت د دستګاه د ویرې لامل ګرځيده .
له همدې مخې عباسي واکمنو هڅه کوله د امامانو په بندي کولو او د هغوی په پټ او ښکاره کنترول سره د هغوی په مشرئ د علویانو د پاڅون مخه ونیسي .
دوهم دلیل ېې هم متواتر خبرونه ؤ چې بشریت ته د نجات ورکوونکي امام زمان د شتون په اړه اوریدل کیدل .
دې روایتونو څرګندوله چې نړۍ ته نجات ورکوونکئ او مصلح د امام حسن عسکري ع زوی دئ ، هغه څوک چې له نړۍ د ظلم او بې عدالتۍ ټغر ټولوي او سر کښان په ګونډو کوي . له همدې مخې عباسي حکومت په بیلابیلو رودو سره هڅه کوله امام او د هغه کورنۍ کنترول او د هغه د زوی له زږیدا مخنوئ وکړي .
امام حسن عسکري ع د سامرا ښار په فوځي محله کې پر اوسیدو مجبور شو او له خپلو دوستانو او پیروانو سره د اړیکو د ډول له مخې په سختو شرایطو کې واقع شو هغه حضرت د خپل شپږ کلن امامت په پړاو کې د حکومت د لاس پوڅو له فشار او محدودیتونو سره سره د اسلامي معارفو بیان ته مخه کړه او د دین لمن ېې د ډول ډول بدعتونو او تحریفونو څخه وژغورله په دې سخت حالت کې د امام ع د حرکت روده په ډاګه کوي چې هیڅ شئ او هیڅو ک نه شي کولای امام او د ټولنې معنوي لارښود له خپلې الهي دندې راوګرځ،ي .
د حکومت له خوا د هراړخیز کنتورل په شتون کې د امام حسن عسکري ع علمي اقدامات په داسې ډول ؤ چې هغوی وکولای شول ممتاز شاګردان وروزي شیخ طوسي د هغه د شاګردانو شمیره تر سل تنو ډیره ثبت کړې ده .
چې د هغو په منځ کې پیاوړې څیرې هم تر سترګو کیږي .
د ځانګړو استازو د ټاکلو له لارې د اهل بیت علیهم سلام له پیروانو سره د ارتباط لپاره د یوې ځانګړې شبکې جوړول او هغوی او خلکو ته د لیکونو لیږل د امام حسن عسکري ع له نورو تدابیرو څخه ؤ .
دا اړیکې به کله کله ډیرې پټې وې د مثال په ډول عثمان بن سعید چې د امام له تر ټولو مهمو یارانو څخه ؤ د غوړي خرڅوونکي په توګه به ېې د امام کور ته تګ راتګ کاوه او کله کله به امام خپل یو شمیر لیکونه په بیلابیلو وسایلو کې پټول او خپلو استازو ته به ېې لیږل .
د ساډوبي په دې پړاو کې د امام حسن عسکري ع د پاملرنې وړ یو ټکئ هم د خلکو په تیره د با نفوذه او مشرانو د مورال لوړول ؤ .
د مثال په ډول هغه حضرت په یوه لیک کې علي بن حسین بابویه قمي ته له دا ډول تعابیرو ګټه اخیستې ده اې زما د باور وړ لویه انسانه او فقیهه ! صبر غوره کړه او زما شیعه یانو ته د صبر حکم وکړه . ځمکه د خدای ده او له خپلو بندګانو څخه چې هر یو وغواړي د ځمکې وارث ېې ګرځوي .نیک عهاقبت یواخې د متقیانو لپاره دئ ، سلام د خدای رحمت او د هغه برکتونه دې پر تا او پر ټولو شیعه یانو وي .
د غیبت د پړاو لپاره د اهل بیتو د مینه والو چمتو کول د امام حسن عسکري ع له نورو اقداماتو څخه ؤ .
له وکیلانو او استازو څخه ګټه اخیستنې په اصل کې له خلکو سره د امام ظاهري تماس کمولو تر څو خلک د امام زمان عج د غیبت د پړاو لپاره ډیر چمتو شي .
د امام حسن عسکري ع د شهادت کلیزه له ۱۵ کاله جلا وطنۍ وروسته ایران ته د امام خمیني رح د بیرته راګرځيدو او د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له ورځو سره هم مهاله ده .
بې له شکه د امام خمیني رح یو مهم دریځ چې تل به ېې پرې ټينګار کاوه د پیغمبر اکرم ص او د هغه د اهل بیتو د سیرت له مخې له ظلم او ستم سره مبارزه وه .
که امام حسن عسکري ع د فساد خپریدو په مقابل کې ودرید او له بې وزلۍ او بې عدالتۍ په مقابل کې مبارزې ته راپورته شو د نړۍ ټولو عدالت غوښتونکو ته ېې دا پیغام ورکړ چې په هر عصر او زمانه کې باید د ظلم او فساد په وړاندې ودریږي او قیام وکړي .
د تولي او تبراء یا د خدای له دوستانو سره د دوستۍ او د خدای له دوښمنانو سره د دوښمنۍ اصل د امام حسن عسکري ع له رودو څخه وه .
تولی یعنې مهرباني او د خدای ج له دوستانو سره دوستي د جاذبې د قوي قوې په توګه مؤمنان د حق په دایره کې ساتي او تبری یا د خدای ج له دوښمنانو سره دوښمني هغوی له بدیو او د باطل په بهیر له حرکت کولو ژغوري .
امام حسن عسکري ع د مسلمانانو په منځ کې د دې فریضې د اغیز په اړه فرمايي د نیکو کارانو په منځ کې دوستي او مودت د هغوی لپاره د ثواب او اجر د بدکارانو په وړاندې د هغوی کرکې او غوسې او د فاجرانو د خوارۍ لامل ګرځي .
امام حسن عسکري ع د جاذبې او دافعې په ځواک سره پاک فطرتونه او خالص دوستان خپلې خوا ته راکاږل او منافقان او منحرفان ېې له خ۰پل ځانه لرې کول .
د امام حسن عسکري ع یو نږدي دوست د هغوی د جاذبې او محبوبیت په اړه وايي زما سرور امام حسن عسکري یو بې سارئ او ډیر بانفوذه انسان ؤ چې ما هیڅکله هم د هغه په څیر څوک نه دي لیدلي .
کله به ېې چې غوښتل له کوم ځایه تیر شي هلته به ګن شمیر خلک را ټولیدل لارې کوڅې به له شور او ځوږ ډکې شوې او کله به چې امام د خلکو په وړاندې را ښکاره شو ټول به بې اختیاره چوپ شول او د هغه د زړه راښکونکې څيرې او د هغه له وقار، بزرګې او عظمت ډک رفتار مجذوب به ګرځیدل ،
په دې وخت کې به ټول یوې خواته کیدل تر څو د امام لپاره لار خلاصه شي .د امام حسن عسکري ع شپږ کاله امامت د دریو ظالمو عباسي واکمنو معتز ، مهتدي او معتمد له واکمنۍ سره هممهاله ؤ امام د هغوی د ځانغوښتنې په وړاندې ]وپ پاتې نه شو او له هغوی ېې بیزاري اعلان کړه له همدې امله په ځلونو زنداني شو او بلآخره د حاکمانو د ظلم او استبداد په وړاندې د هغه دریدنه او مقاومت په ۲۸ کلنۍ د هغه د شهادت لامل شوه د امام حسن عسکري ع د شهادت د کلیزې له امله یو ځل بیا د تسلیت په وړاندې کولو سره د هغوی په یوه لارښونه خپله وینا پای ته رسوو .
په دیني لارښْونو کې له خدای ج او پیغمبر اکرم ص څخه اطاعت او پیروي تر ټولو ښه او لنډه لاره ده د بندګۍ د مقام درک کولو لپاره .
امام حسن عسکري ع له خاورو تر نیکمرغۍ د انسان د رسیدو فاصله په هغو اعمالو کې بولي چې کلهخ کله انسان په بې تفاوتۍ سره د هغو له څنګه تیریږي هغه حضرت دا لاره هماغه د اهل بیتو ع مکتب معرفي کوي او هغه حضرت په یوه ښکلې او رسا وینا کې فرمايي :
تاسو ته په الهي تقوا او په خپل دین کې پرهیز ګارۍ ، د خدایج لپاره د هڅو ، ریښتیا وینې او د هغه چا په برخه کې چې تاسو ېې امین ګرځولي یاست د امانت دارۍ او له ګاونډیانو سره د نیکۍ سپارښتنه کوم . الهي تقوا غوره کړئ او زموږ د ښکلا سرمایه جوړه شئ خدای ج ډیر یادوئ او مرګ په یاد ولرئ ًبراڼ ډیر تلاوت کوئ او په پیغمبر اکرم ص ډیر درود وائئ .ځکه په پیغمبر اکرم ص درود لس ښیګڼې لري . ستاسو هر یو چې په دین کې پرهیزګاره په خبرو کې ریښتینئ امین او له خلکو سره په چلند کې د نیکو اخلاقو څيښتن ،ي ویل کیږي چې هغه زموږ پیرو دئ او دا هغه کارونه دي چې ما خوشحالوي هغه څه مو چې تاسو ته وویل یاد ېې کړئ او تاسو په خدای ج سپارم پر تاسو د سلام وي .
Add new comment