د مصر محکمې د محمد مرسي ۱۱۱ پلویان په کالو زندان محکوم کړل
د جرمني خبري آژانس د خبر له مخې د مصر په قاره کې د پولیسو په اکاډمۍ کې میشتې محکمې نن د محمد مرسي ۶۳ پلویان چې د ۲۰۱۳ میلادي کال د نومبر په ۲۹مه یې د الزیتون سیمې په لاریونونو کې لاس درلود په درې کاله زندان او ۵۰ زره مصري پونډه مالي جرمې په ورکولو او د پنځه زره پونډه د ضمانت په ورکولو محکوم کړل.
دې محکمې ۲۴ نور کسان چې د نوامبر په وروستیو لاریونونو کې یې ګډون کړی هم په درې کاله بند او ۵۰ زره مصري پونډه په ورکولو او د ۵زره مصر ي پونډه په ضمانت ورکولو محکوم کړي دي.
محکمې همدارنګه د محمد مرسي ۲۴ نور پلویان هم چې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته په نښتو کې په لار لرلو تورن دي هم په درې کاله بند محکوم کړي دي.
Add new comment