د رهبرۍ ستر مقام،آمریکا په نړۍ کښې د بشري حقوقو ستره خلاف ورزې کوونکې وبلله
د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای،نن د ۱۳۵۶ هجري لمریز کال د مرغومې د ۱۹ په مناسبت،چې د قم د خلکو د تاریخي پاڅون کلیزه ده، د دغه ولایت د زرګونو خلکو په ټول کښې،د ایران د ملت او اسلامي نظام پرضد د آمریکا د سیاسي او مطبوعاتې ټولنو او شخصیتونو دښمنۍ ډکو څرګندونو ته اشاره وکړه او ويي فرمایل، هر څوک چې د بشري حقوقو په باب خبرې کوي ودې وکړي،خو آمریکایان دا حق نلري چې خبري وکړي ،ځکه د آمریکا حکومت په نړۍ کښې د بشري حقوقو ستر خلاف ورزي کوونکی دی .
د رهبرۍ ستر مقام له صهیونست غاصب رژیم او د غزي د مظلومو خلکو په شمول د فلسطینیانو پرضد د دغه رژیم جنایتونو او په هغوۍ د خوراکي او طبي امکاناتو د رسیدو په مخنیوې کښې د آمریکا پرله پسې ملاتړ ته اشاره وکړه او زیاته يې کړه، دا ټول د آمریکایانو له لورې د بشري حقوقو د پایمالولو او جنایتونو بیلګه ده .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود،د ګوانتامامو د تړلو په اړه د آمریکا ولسمشر انتخاباتې ژمنې او د دغه ژمنې د ۵ کلونو تیریدو ته اشاره وکړه او ټینګار يې وکاوه، د پاکستان او افغانستان په خلکو د آمریکل د بې پېلوټه الوتکو حملې او نور په زرګونو جنایتونه او همدغه راز په نړۍ کښې د هغوۍ د ناپيژندل شویو جنایتونو رودې ،د آمریکا د بشري حقوقو ضد او حقیقي ماهیت ښودنه کوي .
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای،زیاته کړه، ایران د آمریکا او زیاتو لویدیځو حکومتونو لخوا د بشري حقوقو د خلاف ورزیو مدعی دی او دوۍ باید د نړۍ د عمومي افکارو په وړاندې ځواب ووايي.
د اسلامي انقلاب معظم لارښود، همدغه راز د اټومي خبرو اترو په اړه وفرمایل، له لویدیځ سره د ایران خبرې اترې، د بندیزونو له کبله نه وي،بلکه د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو مصلحتونو پر اساس ،چې هر کله معلومه کړي ،خبرې اترې به وکړي او په وروستیو خبرو اترو کښې هم یو ځل بیا له ایران او اسلام سره د امریکا دښمنې او د ایران په وړاندې د آمریکا کمزورتیا نړیوالو ته ثابته شوه .
د رهبرۍ ستر مقام ټینګار وکړ، مونږ مخکې هم ویلي ؤ چې د ایران اسلامي جمهوري نظام په ځانګړو موضوعات کښې چې مصلحت وویني له دغه شیطاني (آمریکا) سره د شر د ختمولو او ستونزې د آوارولو لپاره خبرې اترې کوي .
هغوۍ په تیر وخت غور او له پیاوړ او کمزور ټکو درس اخیستلو اړتیا ته اشاره وکړه او زیاته يې کړه، څوک باید له دغه توهم سره مخ نه شي،چې د ایران د اسلامي انقلاب دښمنانو،نن سبا له دښمنۍ لاس اخیستی،ځکه چې ممکنه ده هر دښمن شاتګ ته مجبوره شي ،خو باید د دښمن خندا جدي ونه ګڼو او پرې ونه غولیږو.
Add new comment