له طالبانو سره خبرې اترې، د پاکستان د آئین خلاف ورزي ده
د سني اتحاد کونسل مشر له اسلام ټایمز خبري سایټ سره په مرکه کښې ویلي چې قامي امن کنونشن به ثابته کړي چې د وطن مینه وال څوک دي او د پاکستان دښمنان څوک دي. صاحبزاده احمدرضا په دغه مرکه کښې اسلام ټایمز ته وویل چې حکومت له طالبانو سره د خبرواترو مهال ویش نه شي ټاکلی ځکه چې حکومت له دغې ډلې سره له سره خبرې اترې نه شي کولی. د قانون له مخې حکومت له هیڅ کومې داسې ډلې یا تنظیم سره خبرې اترې نه شي کولې کوم چې د پاکستان آئین، پارلیمان، ستره محکمه، او امنیتي ځواک نه مني. او رښتیا خبره خو دا ده چې له داسې ډلې سره بیخي خبرې اترې نه دي پکار چې د ریاست نه باغي ده او هم له دستوري نظره او هم له شرعي نظره له هیواده د باغي کس یا ډلې سزا مرګ دی.
Add new comment