په کراچۍ کښې ترهګرې حملې غندو

د پاکستان مجلس وحدت مسلمین د دغه هیواد په جنوب کښې د سندصوبې په مرکز باندې ترهګره حمله وغندله. د تهران د اردو راډیو د رپورټ له مخې مجلس وحدت مسلمین نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د دغه جنایت د عوامل د نیولو او ورته د سزا ورکولو لپاره دې لاس په کار شي. د پاکستان د وحدت مسلمین په خبرپاڼه کښې راغلي دي: ترهګرو د پاکستان په مختلفو سیمو کښې تراوسه په سل هاو تنه شیعه مسلمانان په خاورو او وینو کښې لغړولي دي خو د اسلام آباد حکومت له یرغلګرو سره د مقابلې او د هغوي د بریدونو د مخنیوي توان نلري. بیګا شپه او نن سهار ترهګرو د دریو شیعه و په شمول څو کسان ووژل. په همدې حال کښې د کراچۍ په سل هاو تنه خلکو په دغو وژلو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې او د پاکستان له دولته یې د دغو جنایتونو د ترسره کونکو د پيژندلو او نیولو غوښتنه وکړه.

Add new comment