ناټو وايي په ۲۰۱۳ کال کې یې په افغانستان کې ۱۳۲ پوځيان وژل شوي
په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو ویلي چې په تېر، ۲۰۱۳ میلادي کال کې یې په افغانستان کې ۱۳۲ پوځيان وژل شوي چې د تېر همدې وخت په پرتله یې د پوځیانو په وژنه کې ۶۲ سلنه کموالی راغلی دی. خو د (زيانونو) په نوم يوې وېب پاڼې، چې په عراق او افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه شمېرې خپروي وايي، چې د ٢٠١٣ کال پر مهال په افغانستان کې ١٦٠ بهرني سرتېري وژل شوي. په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو د معلوماتو له مخې، د ٢٠١٢ کال پر مهال يې په افغانستان کې ٣٤٧ سرتېري وژل شوي وو. پژواک خبري آژانس ویلي چې د ناټو یوه ویاند چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، اعلان کړی چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کي يې ۱۳۲ پوځيان وژل شوي چې ۸۴ یې یوازي امریکایان دي. ناټو همدارنګه ویلي چې ۱۴ پوځيان یې یوازې د افغان پوځيانو په بریدونو کې وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې ٢٠١٢ کال د افغان ځواکونو له خوا پر ناټو د شویو بریدونو امله کابو ۷۰ بهرني پوځيان وژل شوي و او د دغه کال په ٤٥ ۶۲ بهرني پوځيان وژل شوي وو. خو د (زيانونو) په نوم يوې وېب پاڼې، چې په عراق او افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه شمېرې خپروي وايي، چې د ٢٠١٣ کال پر مهال په افغانستان کې ١٦٠ بهرني سرتېري وژل شوي. سرچينې زياته کړې چې په وژل شويو پوځيانو کې١٢٧ امريکايي، ٩ بريتانوي او ٢٤ يې د نورو هېوادونو اړونده دي. که څه هم چې ناټو په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د مرګ ژوبلې شمېره دقیقه نه ښيي، خو امريکايي اژانس اېسوسي اېټېډ پرېس (اى پي) نن خبر ورکړى چې تېر کال په افغانستان کې ١٥٣ بهرني سرتېري وژل شوي دي. سرچينې زياته کړې، چې تېر کال بيا د افغان ځواکونو مرګ ژوبله ډېره زياته وه، په راپور کې راغلي، چې په دغه کال کې ٢٧٦٧ افغان سرتېري وژل شوي، په داسې حال کې چې وړم کال دغه شمېره ١٨٧٠ تنه وو.
Add new comment