داسلام دګران پيغمبرص درحلت اوامام حسن علیه السلام دشهادت په کلیزه تسلیّت وایو
نن د سې شنبې ورځ او د ۱۴۳۵ ه قمري کال د صفرې د میاشتې آته ویشتمه نیټه د اسلام د ګران پيغمبر ص د رحلت او دامامت دلړۍ د دوهم ځلانده ستوري حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام دشهادت له کلیزې سره برابره ده . د اسلام ګران پيغمبر تر خپل رحلت وړاندې د اسلام د دین مباني او احکام په پوره او سم ډول بیان کړل او د اسلام د بر حقه دین د خپرولو او سمې لارې ته د خلکو د هدایت لپاره ېې ډيرې هڅې وکړې . د هغه ګران لمسي حضرت امام حسن مجتبی ع هم چې کابو ۳۰ کاله ېې له خپل پلار حضرت علی ع سره څنګ په څنګ د اسلام خدمت ته ملا تړلې وه په ۴۷ کلنۍ کې د معاویه په حکم د خپلې میرمنې له خوا په زهرو شهید شو . نن د ایران پشمول د درستۍنړۍ په ګوټ ګوټ کې د اهل بیت علیهم السلام عاشقان د عزا دارۍ مراسم تر سره کوي . د تهران پښتو خپرونه د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږومینه والو ته د حضرت محمد مصطفی ص د رحلت او د امام حسن ع د شهادت تسلیت وړاندې کوي
Add new comment