ممکنه ده د افغانستان د کړکیچ لمنه د سیمې نورو هیوادونو ته هم وغځیږي

په کابل کې د افغانستان او مرکزي اسیا د هېوادونو د اړیکو په اړه دوه ورځنی سیمنار  بیګا پاي ته ورسیده . په دغه کنفرانس کښې د ګډي ترهه ګرۍ، له نشه ایزو توکو سره د مبارزې، اقتصادي  او سیمه ایزو اړیکو، ګډ کلتوري میراث  او په افغانستان او سیمه کښې دنړیوالې ټولنې په رول خبرې وشوي . د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز د انسټیټوټ رییس داوود مرادیان ګ خبریالانو ته وویل چې؛ د دغه کنفرانس د جوړیدو هدف متقابله پیژندنه او د منځنۍ اسیا د هېوادونو تر منځ د اړیکو ښه هغه وویل د دغه کنفرانس اصلي هدف دا دی چې موږ غواړو زموږ په سیمه ییزو اړیکو کې یو ډول توازن رامنځته شي او د پاکستان د ارزښت ترڅنګ دا مهمه ده چې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره هم خپلې اړیکې پیاوړې کړو. په دې کنفرانس کې د شاوخوا شلو اسیايي هیوادونو استازیو برخه اخیستې ده چې د نړۍ  بیلا بیلو ۳۰ هیوادونو چارواکو او سفیرانو هم پکې ګډون کړی ؤ . ګډونوال پر اقتصادي مسایلو، له مخدره موادو سره د مبارزې،ددغو هیوادونو ترمنځ د ښې پیژندنې او د اړیکو د ښه والي پر سر له یو بل سره خبرې وکړي .

Add new comment