په جینیوا کښې د ایران او ۵+۱ ډلي کارپيژاندې خبرې اترې نن هم دوام لري

په جینیوا کښې د ایران او ۵+۱ ډلي ترمینځ د  خبرو اترو دریم پړاؤ بیګا پاي ته ورسیده ،او نن به دغه خبرې اترې دوام وکړي  او د جینیوا د موافقې  د اجرا څرنګوالی به وڅیړي.  په دغو خبرو اترو کښې د ایرانې پلاوې مشرې  د ایران د خارجه وزارت د نړیوالو او سیاسي چارو د مدیر حمید بعیدی نژاد په غاړه ده  او مالي کارپيژاندې، د بندیزونو او بانکونو کارپيژاندې  هم ورسره ملګري دي .  دغه خبرې اترې وړمه ورځ په جینیوا کښې بیا پیل شوي  او ټاکل شوي وه،چې بیګا ختمي شي،خو دوام يې نن ته غځیدلی دی . د دغو خبرو اترو تیر پړاؤ څلور ورځې په جینیوا کښې روان ؤ،چې د ایرانیو شرکتونو پرضد د نویو بندیزونو له لګولو وروسته، ایرانې پلاوې دغه خبرې اترې خوشي کړي ،خو د اروپايي اتحاديي مسؤلې میرمن کاترین شتون او د ایران  د خارجه وزارت مرستیال سید عباس عراقچې   تیره سه شنبه په بروکسل کښې خبري وکړي او د دغو خبرو اترو په  دوام يې موافقه وکړه .

Add new comment