دامریکااوافغانستان ترمینځ وروستۍشخړه اصلی جنګ دی اوکه زرګری؟

 

دامریکا اوافغانستان دحکومتونوترمینځ دامنیتی تړون دلاسلیک کولو په سر وروستۍ شخړې یو لړ اندیښنې او عکس العملونه راپورته کړي دي او ډیری شناندي او کارپوهان دې ته اړشوي څوووائی آیا دکابل واشنګټن ترمینځ دغه دخولې شخړې اصلی جنګ دی او که زرګری بڼه لري ؟ زمونږ خبریال راپورراکړ دافغانستان ولسمشر حامدکرزی یوځل بیا دسولې دپروسې په عملی کولو،دجنګ پاي ته درسولوپه باب پخپلو شرطونوټينګ ولاړ دی او همداراز دواشنګټن  چارواکي هم ظاهراهماغه رازپخپلو دریځونوهماغه راز ټينګار کوي .البته امریکائی چارواکي دم ګړۍ لالهانده شوي دي  او نه پوهیږي چې مخکې څه وکړي . دامریکا خارجه وزیر جان کری  پر حامدکرزی د سترګو پټولو دپروژې په مطرح کولو سره  دکابل دراتلونکي ولسمشر په وسیله دامنیتی تړون دلاسلیک کیدا غوښتنه کړې ده  خو ددغه هیواد پوځي جنرالان او همداراز  سپینه ماڼۍ ددغه تړون دزرترزره دلاسلیک کیدا غوښتنه کوي دقضیې دسم او اصل درک لپاره تهران ریډیو  دافغانستان دنشریاتي مرکز دمشر او تکړه شناندی  او کارپوه حاجي سید داؤد  نظر پوښتلی چې هغه هم پخپلو څرګندونو کې وائی  دامنیتی تړون په قضیې کې نه امریکایان سمه خبره کوي او نه هم  افغان ولسمشر حامدکرزی  حقیقت مطرح کوي  . البته شناندي  دحاجي صیب سید داؤد  له وروستیو څرګندونو داسې اسنتباط کوي  چې دامریکایانو اوحامدکرزی ترمینځ دخولې شخړه په حقیقت کې یو زرګری جنګ دی . امریکایان غواړي  داسې وښئ  چې  د ۲۰۱۴کال تروروستیو پورې ئې په افغانستان کې دپوځي شتون نیټه پاي ته رسیږي،له دې وروسته دپوځي شتون لپاره  امنیتی تړون  ته اړتیا لري څو له دې لارې خپل شتون قانونی کړای شي . په داسې حال کې چې  تر اوسه پورې هم  دامریکا پوځي شتون کومه قانونی بڼه نه ده درلودلې  او دستمبر دیولسمې دپيښو په خاطر ئې دملګروملتو پر امنیت شورا ډیر دباؤنه اچولي  وو څو په افغانستان دحملې مجوز صادر کړي . البته ډير شناندي دا وائی چې  دغه مجوز او اجازه ورکول هم  دطالبانو درژیم او دترهه ګرۍ دختمولو  لپاره  وو  چې طالبان نسکورشوی دي  او دترهه ګرۍ په قصدي ډول جرړې  نه وچول کیږي  او اوس  هم که  دکابل دحکومت له خوا امنیتی تړون لاسلیک نشي ،نو دامریکا لپاره کومه مشکله خبره نه ده ، په افغانستان کې دترهه ګرۍ دخطرې په مطرح کولو سره چې نړۍ ګواښي ، بیا  پرامنیت شورا دباؤاچولی شي  څو له ترهه ګرۍ سره دمقابلې لپاره دامریکا پوځي شتون  تمدید کړي . خو که دغه تمدیدیدا  له افغانستان سره دامنیتی تړن له لارې شي ، نو ډيره به ښه وي  همدارازدسیمې ډیری کارپوهان او شناندي وائی  دافغانستان ولسمشر حامد کرزی  هم ظاهرا  دسولې رامینځةکیدا  او دجنګ پای ته رسول مطرح کوي  خو حقیقتا یو شمیر شخصي غوښتنې لري  چې په ډاګه ئې نشي ویلی . هغه  په څو موخو سره له امریکایانو سره په چونه وهلوبوخت دی   څو دولسمشرۍ دراتلونکو انتخاباتو دترسره کیدا په اړه دخپلې خوښې وړ کاندید  لپاره دامریکا ملاتړ ترلاسه کړي  خو امریکا تردې دمه دهغه دغې غوښتنې ته  غاړه نه ده کیښودلې  همدارا حامد کرزی  غواړي  دافغانستان ولس ته ځان داسې وبریخوي چې  هغه خپلواکه دی  او دامریکا په وړاندې مقاومت کولی شي  اودعمومی افکارو په وړاندې  ځان  دخپلو تیرو تیروتنو په نسبت برّي کړي  او که چرې دغه تړون لاسلیک هم شي ، نو بیا به هم ووائی دی خو حاضر نه ؤ  دغه تړون لاسلیک کړي ،خو لوئې جرګې  او نورو افغان شخصیتونو غوښتل چې باید لاسلیک ئې کړي . همداراز حامد کرزی غواړي  ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا دایران اسلامی جمهوریت ته ووائی چې هغه اصلا ددغه تړون لاسلیک کولو ته تیار نه دی  خو داخلی اوبهرنیو دباؤنو دامنیتی  تړون دلاسلیک کولو لپاره مجبورکړ . ډيری شناندي دا هم وائی که دهغه شخصي غوښتنې امریکایان ونه مني نو  دغه تړون به حامد کرزی لاسکلیک نه کړي  او دخپل ولس او ګاونډيانو په وړاندې به هم هغه خپل باور زیات کړی البته باید وویل شي چې حامدکرزي ددغه تړون مور  چې هماغه سټراټيجیک تړن دی  د ۲۰۱۱کال په مئ میاشت کې لاسلیک کړی دی دافغانستان دنشریاتي مرکز مشر همداراز له مونږ سره پخپلو خبرو کې  وویل  امنیتی تړون  لاسلیک کیدا دامریکالپاره هیڅ مشکل نه لری  که  حامد کرزی ئې لاسلیک نه کړي نو له هغه وروسته راتلونکی ولسمشر به ئې حتما لاسلیک کړي  اوکه چیرې ورپسې ولسمشر هم دغه تړون لاسلیک نکړ نوداحتمی خبره ده چې امریکابه بیاهم خپل عسکرله افغانستانه ونه باسي  . هغه دغه راز دامنیتی تړون مخالفانو اوموافقانو ته په اشارې سره  زیاته کړه یوازې هغه افغانان  اوحکومتی چارواکي چې له دغه تړون سره موافق دي چې په افغانستان کې دامریکایانو  له شتون سره ئې ګټو غوټه خوړلې ده  او نورافغان ملت  چې له بې وزلۍ او بیروزګارۍ  اوناکراریو سره لاس اوګریوان دي  او یا هغه افغانان چې  ملی غیرت لري ،له دغه تړون سره سخت مخالف دي ، ځکه دغه تړون به دافغانانو لپاره هیڅکله هم امنیت ډالۍ نکړي   بلکې دجنګ جګړو او ناندریو او بې ثباتیو ددوام سبب به شي

Add new comment