تثليث

لکه څه رنګ چې مونږ اوس د الله تعالی د يووالې دليلونه وړاندې کړل، ارزښت لرې چې د تثليث په حقله چې د اوسنی مسيحيت  اساسی آئين ته شکل ورکوې بحث او خبرې اترې وکړو، په نړه کښې به بی له اوسنی مسيحيت ډير کم مذهبونه به د ابهام د تورتم او د كړكېچو ښکار وې، او ډيرکم به په دې آئين کښې د تثليث غوندې  مبهمه او کړکيچنه مسأله يا په سمه او څرګنده وينا کښې بی منطقه مسأله موجوده وې.

د وخت  تيريدلو، د فکرنو وده او د مذهبی ناروا تعصب کښې کميدلو د بعضی مسيحی پوهانو په نظريه کښې بدلون راوستلو او دا د دې سبب جوړ شولو چې د هغوې نوې فکرنو کښې او ځنډن عقيدو کښې ژوره فاصله په وجود کښې راولې، يو دا سې فاصله چې هيڅه شی به يې ډکه نکړې.

هغوې په دې مطلب کښې دوه رنګه فکر کوې، اوله دې دوه لارو ځان  باورې کوې:

بعضی کوښښ کوې چې آسمان په رسۍ وتړې او د مسيحيت ځنډن عقيدې چې اوسنی بشرې  منطق  يې رد کوې له منطقی رنګ ورکړې او هغې له ننې منطق سره سمون ورکړې، لکه چې د تثليث په باب کښې هم دا کار کړې دې.

او بله ډله ځان د تاويل او  تعبير نه لرې ساتلې او بی منطقه خبرې کوې او د علم او د دين سره د تضاد لرلو مسأله يې راوړاندې کړې او وائې: علم او دين سره جدا دې، او ممکنه ده چې دين يو اصل قبلوې خو هم دغه اصل علم دليل سره رد کړې.

خو دا ډله له دې نه ناخبره ده د دين او علم تضاد سره منلو نتيجه د دين باطلول تر سره کول دې، ځکه چې د انسان عقيده د هر مذهب  په رښتين واله د عقلی دليلونو نه او د علم نه سرجشمه اخلې. نو بيا څه رنګ کښېدے شې چې عقلی اصول سره د مذهب رښتين واله ثابت کړو چې کله هم دا عقل او علم بعضی عقايد رد کوې.

تثليث او د عيسايانو دينی کتابونه:

 د تثليث موضوع په آسمانی دينونو کښې  وړاندې والې(سابقه) نه لرې او عيسايانو د مسيح د تللو نه پس درې ګونی بندګی له نورو اخستلې چې په اتياهم درس کښې ورته اشاره شوې ده، او هغه يې د مسيح پاک مذهب سره چې د يکې يو بندګی نه پرته بل څه نه وو سره ګډ کړو.

قرآن په دې باره کښې فرمايې:

... وَقَالَتِ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللَّهِ ذَلِكَ قَوْلُهُمْ بِأَفْوَاهِهِمْ يُضَاهِئُونَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَبْلُ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ (٣٠)

قرآن مجيد دا حقيقت څوارلس سوه کاله مخکښې بيا بيا بيان کړې، او دوخت تيرودو سره او د محققانو تحقيقونو سره دا حقيقت دومره روښانه کړې چې پخپله عيسايان هم په دې اقرار کوې.

تاريخ په دې ګواه دې چې د ريښتونې پيغمبرانو له مرګ نه پس او يا د هغوې د غيبت په موده کښې د هغوې د پيروانانو يوه ډله به د ضلالت په لمسون بت پرستان شول، او توحيد او يکې يو بندګی چې د پيغمبرانو اساسی هدف دې ترک کړو.

د بنی اسرائيلو د سخی بندګې کولو ميلان د دې موضوع يو څرګنده مثال دې.

نو له دې سببه اريانتيا نه ده پکار چې د حضرت مسيح نه پس د درې ګونې بندګی به چې يو رنګ شرک او بت پرستی ده د عيسايانو غونډو ته مخه کړې وې.

دوام لري

Add new comment