د حضرت امام صادق علیه اسلام لنډ ژوند لیک
حضرت امام جعفرصادق :
د جعفري مذهب شپږم امام، امام جعفر صادق د٨٢ هجري کال د ربيع الاول په او لسمه د جمعې په ورځ په مدينه منوره کې د موجوديت سترګې وغړولې، هغه د پينځم امام، امام باقرزوې دے، امام جعفر صادق په ١١٧ هجري کال کې د ٣٤ کالو په عمر د خپل بزرګوار پلار دندو ته اوږه ورکړه، دحضرت امام صادق د امامت دوره د بني اميه او بني عباس د سياسي اړودوړ په زمانه کې وه، نو ځکه ده مبارک له موقع ګټه پورته کړه د قرآن او د رسول الله د سنتو په فرهنګ او نشر يې لاس پورې کړ،
د امام جعفر صادق ښوونکې :
امام جعفر صادق خپل پلار امام باقر او هغه د خپل پلار امام سجاد او هغه د خپل پلار امام حسين او هغه د خپل پلار امام علیاو خپل نيکه رسول الله نه کسب فيض کړې دې نو په دې ترتيب دامام جعفر صادق علم هم هغه د خپل نيکه رسول الله علم دې . که څه هم دا هماغه مذهب دے چې د رسول الله له وخته راروان و او لومړۍ امام يې علی او اخرنۍ يې امام مهدی دے خو د جعفري مذهب په نامه مشهور ځکه شو چې په دې وخت کښې د نورو فقهو او مذهبونو اعلان وشو چې يو په کښې د امام صادق شاګرد امام ابو حنيفه و او په فقه حنفيه مشهور شو او دغه وخت د دې مذهب مشر امام جعفر صادق و نو دا مذهب په جعفري مذهب مشهور شو.
د امام جعفر صادق شاګردان :
تاريخ ليکونکيو ليکلي دي ((پر هغه باندې ډير عالمان دعلم دزده کړې لپاره راټوليدل او تر څلورو زرو زياتو کسانو به د هغه په درس کښې ګډون کاوه او له امام جعفر صادق يې په زرګونو حديثونه روايت کړي دي. د امام جعفر صادق مشهور شاګردان :
1. امام ابو حنيفه
2. هشام بن حکم
3. هشام بن سالم
4. محمد بن علی بن نعمان چې په مؤمن الطاق مشهور دې.
5. قيس الماصر
6. زراره بن اعين
د امام جعفر صادق د مذهب اصول :
1. (کتاب الله) قرآن مجيد دې چې د اسلام دمعارفو او احکامو اصلی سند دې. امام حضرت جعفر صادق (ع) په دې هکله فرمايي:
"وَ کُلّ حدِيثٍ لا يُوافقُ کتاب الله فهو زخرفُ." (هره خبره چې له قرآن سره برابره نه وي، بې بنياده او غلطه ده.)
2. د پيغمبر(ص) او له ا هل بيتو د(معصومو امامانو) سنت.
3. د علماوو او فقهاوو اجماع چې د معصوم د نظر کاشفه وي.
او څلورم د عقل دليل دې او د عقل د دليل مطلب، د عقل قطعي دليل دې البته د عقل ظني دليل لکه «قياس او استحسان» دامام جعفر صادق په نزد په هيڅ يوې فقهی مسئلې کې د منلو وړ نه دې.
دامام جعفر صادق وفات :
امام صادق په ١٤٨هجري کال کې د دوانيقي منصور پر لارښوونه مسموم شو، د ٦٥ کلنۍ په عمر شهيد، او د بقيع په هديره کې د خپل بزرګوار پلار ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.
Add new comment