د ولسمشر کرزي او د امريکا د ځانګړي استازي ترمنځ خبرې بې پايلې پاى ته ورسېدې
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى کابل ته تللی او وايي، له ولسمشر کرزي سره د امنيتي تړون د لاسليک په اړه کومې پايلې ته نه دى رسېدلى.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي جېمز ډوبنز، دغه موضوع کابل ته د خپل دوه ورځني سفر په پاى کې، پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې څرګنده کړې او ويي ویل
په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره له کتنې وروسته کابل ته تللی او له ولسمشر کرزي او نورو ځينو مشرانو سره يې کتلي او خبرې کړې دي.
ډوبنز زياته کړه، د سولې او ټاکنو لړۍ او د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون موضوع يې له افغان چارواکو سره په خپلو خبرو کي اساسي مسايل وو.
هغه وویل له تېر يونيم کال راپدېخوا د طالبانو او امريکا تر منځ اړيکې نه دي نيول شوي، خو امريکا د سولې عالي شورا سره د طالبانو له لوري خبرو اترو ته د حاضرېدو پر مهال، د سولې له لړۍ ملاتړ کوي.
د امريکا دغه چارواکي وويل: "طالبان تر دې مهاله د سولې له عالي شورا سره خبرو ته نه دي حاضر، موږ طالبان د سولې خبرو ته هڅوو، لومړى بايد دوى خپل چمتووالى وښيي، خو تر دې مهاله مو په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دى کړى او نه هم کولى شو، د دې ژمنه وکړو، چې کله به دغه کار ترسره شي.
جېمز ډوبنز زياته کړه، په دې وروستيو کې د ولسمشر کرزي او د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف تر منځ اړيکې تر ډېره بريده ډېرې ښې شوې دي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي وويل: "پاکستان د دې ادعا کوي، چې پر طالبانو کنټرول نه لري، خو تر يوه بريده پر هغوى نفوذ لري او زه بايد ووايم، چې کېداى شي دا سمه وي او پاکستان نه شي کولى هغوى دې ته مجبور کړي، هغه کار چې دوى يې نه غواړي،ترسره کړي.
د امريکا ياد چارواکي په دې ټينګار وکړ، چې پر طالبانو د پاکستان نفوذ، په افغانستان کې د سولې له پروسې سره ډېره مرسته کولى شي.
ډوبينز زياته کړه، اوسنيو شرايطو ته په کتو سره، ښايي ټاکنې پر خپل ټاکل شوي مهال ترسره شي او د افغانانو ټولو هيلې پوره کړي.
ډوبنز زياته کړه، په دې ناسته کې يې په دې ټينګار کړى، چې امريکا د دغه سند لاسليکېدو ته له دوو تر درېيو اونيو پورې انتظار باسي، خو که دغه سند له ځنډ سره مخ شي، نو د افغانستان په اړه، د نړيوال ايتلاف د ګډوډېدو لامل کېږي او ان چې ځينې مرستې به تر سره نه شي.
ډوبنز وويل ما د ولسمشر کرزي خبرو ته غوږ ونيو او هغه هم زما څرګندونو ته،خو پايلې ته ونه رسېدو. دواړو خواوو پخوانۍ موضوع ګانې، چې د تېرو څو اونيو په ترڅ کې څرګندې شوي، تکرار کړې.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې ولسمشر کرزي په ياده ناسته کې پر خپلو همېشنيو خبرو ټينګار کړى دى.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، د سولې بهير عملي پيل او د افغانانو په کليو او بانډو کې د امريکا د عملياتو درول هغه نه بدلېدونکي شرطونه دي، چې د افغانستان له لوري د دغه سند د لاسليک لپار وړاندې کړل شوي دي.
Add new comment