جاد الله قرآني

سرچينه : د پند او عبرت قصې ، لومړي ټوک

څه باندي شپيته کاله مخکي په فرانسه کي يو پوخ سِنه مسلمان اوسيدئ چي نوم ئې ابراهيم وو. دغه پنځوس کلن سړي د ترکيې وو. ابراهيم دلته د بقالۍ يا عطارۍ دوکان کاوه. دا د کوڅې دوکان وو چي زياتره د شاوخوا کوڅو اوسيدونکو سودا ورڅخه کوله. په دغه ګاونډ کي يوې يهودي کورنۍ هم ژوند کاوه. دغه يهودي کورنۍ يو اووه کلن زوي درلود چي نوم ئې جاد وو. دغه هلک به هره ورځ د کور لپاره سودا د همدغه کاکا ابراهيم څخه کوله او هر کله چي به د دوکان څخه وتي، نو په پټه به ئې يو چاکليټ غلا کړ، مګر ابراهيم به وليدي خو ږغ ئې نه پر کاوه او ځان به ئې ناګومانه واچاوه.

يوه ورځ جاد د چاکليټ غلا کول هير کړل، خو ابراهيم ږغ پر وکړ چي جاد جانه، چاکليټ دې نن هير سو! جاد په دې ږغ سره ډېر حيران او پرېشان سو، ځکه فکر ئې کاوه چي ابراهيم نه دئ خبر چي زه هره ورځ يو يو چاکليټ غلا کوم. نو هغه وو چي بيرته راوګرځيد او د ابراهيم کاکا څخه ئې عفو او بخښنه وغوښته او په عين حال کي ئې ژمنه وکړه چي بيا به دغه بد کار نه کوي. خو ابراهيم کاکا ورته وويل چي يا، صرف په يو شرط دي بخښم او هغه دا چي قول به کوې چي بيا به هيڅکله په ټول ژوند کي هم غلا نه کوې او پر ځاي به ئې هره ورځ زما د دوکان څخه يو يو چاکليټ اخلې. جاد هم وعده وکړه چي بيا به قطعاً غلا نه کوي او د ابراهيم کاکا څخه به په ښکاره يو يو چاکليټ اخلي.

کلونه تير سول او ابراهيم کاکا د جاد ډېر خوږ ملګري وو او د خپل پلار غوندي يې د ده احترام کاوه او خورا پر ګران وو. جاد چي به د کوم مشکل سره مخامخ سو، يا به د ژوندانه د حوادثو څخه په تنګ سو، نو ابراهيم کاکا ته به راغي او تر مشورې او هدايت اخيستلو وروسته به ئې خداي هماغه ستونزه حل کړه. يعني داسي چي کاکا ابراهيم به په خپل دوکان کي د ميز له جعبې څخه يو کتاب راوکيښ او هغه به ئې جاد ته ورکړ او ورته وبه ئې ويل چي يوه صفحه ئې خلاصه کړه. جاد چي به کومه صفحه پرانيستله، کاکا ابراهيم به د کتاب هماغه صفحه وويل او وروسته به ئې کتاب بند کړ او د جاد مشکل ته به يې لاره پيدا کړه. جاد چي به د دوکان څخه راوتي نو احساس به ئې کاوه چي مشکلات ئې رفع او حواس ئې آرام سول.

کلونه په دې ډول تيرېدل او د دغه کم سِواده ابراهيم کاکا سره د جاد مينه او دوستي په همدې ډول زياتيده.

 اووه لس کاله وروسته جاد څليرويشت کلن ځوان سو او د کاکا ابراهيم عمر هم اووه شپيتو ته ورسيد.

هو! پر همدغه سن عزرائيل (ع) د کاکا ابراهيم روح قبض کړه او وفات سو. کاکا ابراهيم تر خپلي مړيني مخکي يوه کوچنۍ صندوقچه زامنو ته ورکړې وه چي هغه زوړ کتاب هم پکښې موجود وو چي جاد به تل په دوکان کي ليدي. کاکا ابراهيم خپلو زامنو ته وصيت کړي وو چي دغه صندوقچه زما له خوا جاد ته په سوغات کي ورکړي. کله چي د ده زامنو هغه جاد ته وسپارله او د خپل پلار له وفاته يې خبر کړ، جاد سخت پرېشانه او غمجن سو ځکه د کلونو کلونو قدرمن دوست او وفادار مشاور ئې له لاسه ورکړ.

جاد به تل نور نو ځان يوازي او بې غمخوره احساساوه. جاد چي به هرکله د کوم مشکل يا پرېشانۍ سره مخامخ کيدي، حقيقي دوست او صادق مشاور ئې نه درلود. کله چي يوه ورځ په دغسي پرېشانيو کي ډوب وو، ناببره د کاکا ابراهيم هماغه صندوقچه ور په ياد سوه چي زامنو ئې ورکړې وه. جاد ورغي تر څو هغه راواخلي او د کاکا ابراهيم د بيلتون غم د هغه په ليدو سره څه لږ کړي. ورغي او هغه يې پيدا کړه او خلاصه ئې کړه. که ګوري چي هماغه زوړ کتاب هم پکښي پروت دئ چي تل به ئې د کاکا ابراهيم په دوکان کي خلاصاوه او هغه به اړونده صفحه ورته لوستله. جاد ډېر خوشحاله سو او بيله ځنډه ئې هغه خلاص کړ. خو کتاب په عربي ژبه وو او جاد په عربي هيڅ نه پوهيدي. نو هغه وو چي سمدلاسه خپل يو تونسي دوست ته ورغي او هيله ئې ورڅخه وکړه چي لطفاً د دې کتاب يو مخ راته ولوله. هغه هم همداسي وکړه. وروسته چي کله جاد خپل دغه تونسي ملګري ته خپل مشکل بيان کړ، نو هغه هم د دې ستونزي د حل لاره ورته ولټوله. جاد حيران او هک پک سو او ورڅخه وئې پوښتل چي دا مشکل ګشا کتاب څه شي دئ؟ تونسي ورته وويل چي دا قرآن کريم دئ، د مسلمانانو مقدس کتاب! جاد نور هم هيښ سو او وئې ويل چي آيا په دې کتاب کي د هر ډول مشکل حل سته؟

تونسي ورته وويل چي هوکې، او تا ته بايد د کلونو کلونو راهيسي دا حقيقت ثابت سوي هم وي. جاد پسله ډېر فکر او سوچ څخه په داسي حال کي چي په سترګو کي ئې اوښکي ښکارېدې، په خولو کي لوند سو، وپوښتل چي آيا زه کولاي سم چي مسلمان سم؟

 تونسي ورته وويل چي هو بالکل، او همدا کتاب ستا او هر چا د هدايت کيلي ده. جاد وپوښتل چي څنګه نو مسلمان سم؟ هغه ورته وويل چي بايد د زړه له اخلاصه او په صداقت سره کلمه ووايې او د همدې کتاب پيروي وکړې. جاد وپوښتل چي داسي ده نو لطفاً کلمه راوښيه. تونسي هغه ور وښودله او جاد هم داسي وويل: اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمد رسول الله!

هو! جاد مسلمان سو او د همدې کتاب د درنښت په خاطر ئې خپل نوم د جاد پر ځاي (جاد الله قرآني) کښيښود. جاد الله وعده وکړه چي تر دې وروسته به ځان د دغه کتاب تعميم ته وقفوي او د اسلام واقعي خدمت به کوي. جاد الله ډېر ژر قرآن زده کړ او په هغه ئې ځان ښه وپوهاوه. وروسته ئې په اروپا کي نورو ته د دعوت کار پيل کړ او ګڼ شمير عيسويان او يهوديان ئې د خداي په امر مسلمانان کړل.

يوه ورځ ئې د کاکا ابراهيم لپاره د دعاوو پر مهال د هغه تحفه يعني قرآن خلاص کړ چي ناڅاپه ئې د هغه په منځ کي يو کاغذ وليد چي پر هغه د نړۍ نقشه ليکلې وه او هلته ئې د افريقا پر لويه وچه د کاکا ابراهيم لاسليک وليدي چي تر لاندي ئې داسي ليکلي وو [اُدعُ الي سَبيلِ رَبِکَ بِالحِکمَتِه والمَوعِظَتِه الحَسَنَتِه] (النحل: ۱۲۵) يعني : راويې بوله (خلک) د خپل رب لاري ته سمي خبري وروښيه او نصيخت ورته وکړه په ښه توګه. جاد الله متوجه سو چي دا هرومرو د کاکا ابراهيم وصيت دئ او تصميم ئې ونيو چي ضرور بايد هغه عملي کړي. نو هغه وو چي د خداي د دين د بلني لپاره د اروپا څخه افريقا ته وخوځيد.

هلته جاد الله قرآني دومره په اسلام تبليغ کي لګيا او مصروف وو چي ويل کيږي په زرګونو، حتي مليونونو افريقايان ئې د الله په امر مسلمانان کړل. دغه مبارز او مجاهد مسلمان په افريقا کي څه نا څه دېرش کاله د اسلام تبليغ په چارو کي تير کړل څو چي وروسته ناروغ سو او په ۲۰۰۳ (۱۳۸۲ لمريز) کي د ۵۴ کالو په عمر وفات سو (انا لله و انا اليه راجعون). جاد الله قرآني د خپل دغه ۵۴ کاله عمر څخه دېرش کاله د خداي په تبليغ کي تير کړل. الله دي ئې قبول او مقبول وګرځوي.

د جاد الله قرآني مور چي يهودۍ او په پوهنتون کي استاده وه، د خپل زوي تر مړيني دوه کاله وروسته (يعني په ۲۰۰۵ کي) د اويا کالو په عمر مسلمانه سوه. هغه وايي چي د دغو دېرشو کالو په ترڅ کي چي زوي مي مسلمان سوي وو، ما تل د هغه سره غالمغال او جنجال کاوه تر څو بيرته ئې يهودي مذهب قبول کړي واي. خو ومي نه سو کړاي چي هغه مي د خپل ټول لياقت او تشويق او وس سره سره  د اسلام څخه اړولي واي، حال دا چي يو کم سواده سړي (يعني کاکا ابراهيم) وکولاي سو چي د جاد الله په زړه کي د اسلام نور  تذريق کړي او بې له شکه همدا د الهي کلام حکمت او تأثير ثابتوي.

په هر صورت، جاد الله به کله کله دوستانو ته د کاکا ابراهيم خوږې خاطرې بيانولې او داسي به ئې ويل: د هغو ۱۷ کالو په ترڅ کي چي ما د کاکا ابراهيم سره تماس درلود، حتي يو ځل ئې هم نه دي راته ويلي چي «اې کافره» يا «اې يهودي» او حتي هيڅکله ئې دا هم نه دي راته ويلي چي «مسلمان سه».

هو! اووه لس کاله ډېره موده ده، خو کاکا ابراهيم خپله ټوله حوصله او صبر له لاسه ور نه کړ. نه ئې د اسلام او نه ئې هم د يهوديت په هکله هغه ته هيڅ هم نه دي ويلي. نو آيا دا يوه قرآني معجزه نه ده چي يو کم سواده سړي څنګه يو تعليم يافته  شخص پر قرآن مين کوي؟

يو ځل د جاد الله قرآني څخه وپوښتل سوه چي څه احساس کوې په داسي حال کي چي په مليونونو انسانان دي مسلمانان کړي دي؟ جاد الله په سړه سينه ځواب ورکړ چي زه هيڅ د افتخار کوم احساس نه کوم، ځکه زه د کاکا ابراهيم د نيکيو او ښه خويونو يوه برخه جبران کوم.

د مصر يو مشهور بلندوي (دعوت ګر) ډاکټر صفوت حجازي داسي وويل: په لندن کي مي د يو کنفرانس پر مهال، چي د سوډان د دارفور د مسلمانانو د مصيبت څخه د خلاصون او مرستي په هکله وو، د دارفور د يو قومي مشر سره ملاقات وسو. د مجلس پر مهال مي د هغه څخه پوښتل چي جاد الله قرآني پيژنې؟ دغه قومي مشر يو دم راوپاڅيد او په حيرانۍ سره ئې راته وويل چي آيا ته هغه پيژنې؟ آيا تا هغه ليدلي وو؟ ما ورته وويل چي هوکې، هغه چي کله سويس ته د علاج لپاره تللي وو، په روغتون کي مي وليد او ملاقات مي ورسره وکړ. بس په دې خبره سره دغه دارفوروال زما پر لاسونو پرېوت او په ډېره جذبه او تلوسه ئې مچ کړل. ما ورته وويل چي دا څه کوې؟ ما خو داسي څه نه دي کړي چي د لاسو په ښکلولو و ارزي. هغه د ژړا په حال کي راته وويل چي ما ستا لاسونه نه دي مچ کړي بلکي هغه لاسونه مي مچ کړل چي د جاد الله قرآني سره ئې روغبړ کړي دئ! ما ورڅخه وپوښتل چي آيا ته د جاد الله قرآني پر لاس مسلمان سوي يې؟ هغه راته وويل چي يا، کاشکي داسي واي. بلکي زه د داسي سړي پر لاس مسلمان سوي يم چي هغه د جاد الله قرآني په لاس مسلمان سوي دئ. د دغه دارفوري مشر ژړا هيڅ نه درېده او مسلسل يې زما لاسونه په خپلو لاسونو کي نيولي ول او جاد الله قرآني ته يې د اوښکو څخه په ډکو سترګو دعاوي کولې.

هو ګرانه لوستونکې! موږ او تاسي ډېر فرصتونه ضايع کړي دي، ډېري بې پروايۍ مو کړي دي، ډېري بې مسئوليتۍ مو کړي دي. آيا بهتره به نه وي چي که نور هيڅ نه سو کولاي اقلاً په ځانو کي خو بدلون راوړو تر څو خداي مو حالت رابدل کړي؟ (الرعد: ۱۱)  موږ په خپل فاني تعليم، سواد او موقف باندي ډېر نازيږو، خو زموږ د علم او پوهي برکت د کاکا ابراهيم د اخلاص او الفت د مثقال په اندازه هم نه دئ چي خاص تعليم او تحصيل يې نه وو کړي. موږ د اسلام او مسلمانانو د برياليتوب ظاهري انتظار کوو، حال دا چي جاد الله قرآني د الهي دين لپاره دا هر څه او هر امتياز او اسانتيا پرېښوول او دعوت يې پيل کړ. آيا نور نو دا وخت نه دئ رارسيدلي چي عملاً لږ يا ډېر څه وکړو؟ يعني د سياست پر ځاي ( چي زيانمن دي ) د اسلام تبليغ غوره کړو ( چي ګټمن دي ) ؟ و ما ذالک علي الله بعزيز! ( ن . صمد )

منبع : د ليکوال اثر ( د پند او عبرت قصې ـ لومړي ټوک ؛ ۲۰۱۰ ) ؛ ۳۱۹ ـ ۳۲۴ مخونه

Add new comment