د اهلسنت مشهور او لوې عالم ابوالفضل له اړخه محرم الحرام او د کربلا شهيدان-۲
او حرامي مياشتي له دغو دوولسو څخه څلور مياشتي دي ، چي رجَب ، ذوالقعدة ، ذوالحجة او د محرم الحرام مياشت ده .
و دغو څلورو مياشتو ته په دې وجه ( أشهرِ حُرُم ) يعني حرامي مياشتي و يلي کيږي چي يو خو تر إسلام په له مخه دورو کښي او د جاهليت په زمانه کښي عربو د يوه او بل و مال او و نفس ته تعرض کول په دغو څلورو مياشتو کښي حرام باله ، سره له دې چي غلا ، ډاکه ، لوټ ، قطع اوشکونه د لاري ، ناروا قتل ، يو پر بل باندي ظلم او تيرئ ددوۍ له إفتخاري عنعناتو څخه ول ، خو چي کله به په دخو حرامو مياشتو کښي يوه مياشت رابره سوه نو بيا به دوۍ ل دغو ټولو کارو څخه لاس اخستئ او ددغي مياشتي عزت او إحترام بې کاوئ .
کله چي د إسلام دور راغلئ نو په إسلام کښي هم تر ډيري مودې پوري ددغو څلورو مياشتو إحترام او عزت کيدئ ، او مسلمانان په دې سره له الــهي لوري څخه مأمور سوي وو چي په دغو مياشتو کښي به دوۍ ابتداء په جنګ له کافرانو سره نکوي .
علماوو په دې باره کښي إختلاف کړئ دئ چي ايا دغه حُکم اوس هم باقي دئ او که منسوخ سوئ دئ ؟ چي تفصيل يې په کتابو کښي د تفسير او په (موسوعة الکويتية) او غيره کښي مذکور دئ .
د محرم الحرام د مياشتي فضيلت :
د إسلام پيغمبر په هغه مبارک حديث کښي چي مسلم ، أبوداؤد ، ترمذي ، نسائي او إبن ماجه يې سره له يو څه تفاوته روايت کړئ دئ فرمايلي دي :
أفضل الصيامِ بعدَ رمضان شهرُ اللهِ المُحَرَّم ، وأفضل الصلاة بعدَ الفريضَةِ صلاة الليل .
يعني : بهترينه د روژې (يعني بهترينه مياشت د روژې لپاره ) وروسته له رمضان شريف څخه مياشت د الله تعالی ده چي مُحَرَّم ده ، او بهترين د لمانځه وروسته له فرضي لمانځه څخه د شپې لمونځ دئ (يعني چي عبارت دئ له لمانځه څخه د تهجد ) .
إمام نووي (رح) فرمايلي دي چي د إسلام پيغمر په اول کښي د شُعبان په مياشت کي روژې نيولې (يعني د شعبان مياشت يې أفضله ګڼله ) او بيا يې د خپل حيات په اخير کښي د محرم الحرام مياشت بهتره وګڼله ( کذا في حاشية الترغيب والترهيب ) .
همدارنګه د إسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم ) په هغه مبارک حديث کښي چي طبراني يې په معجم صغير کښي روايت کړئ دئ فرمايلي دي :
و مَنْ صامَ يومًا مِنَ المحرم فلَه بکل يومٍ ثلاثونَ يومًا .
مطلب ددغه مبارک حديث دادئ چي د محرم الحرام په مياشت کښي که څوک يو ورځ روژه ونيسي نو ددې ثواب به دونه وي لکه په بل وخت کښي چي پوره مياشت روژه ونيسي .
محترمو وروڼو ! د محرم الحرام د مياشتي د شان عظمت به د عاشورآء د ورځي چي ددغي مياشتي لسمه ورځ ده د بياناتو په سلسله کښي ښه درته ښکاره سي .
( والسلام ومن الله التوفيق )
Add new comment