سنت، له «کتاب الله» سرچينه اخلي

هيڅوک نه  شي کولے «کفانا کتاب الله» ووايي او په  نبوي  احاديثو اوسنتو  چې د قرا ن د حقائقو د بيان او تفسير او د  قرآن د عام او خاص او د ناسخ او منسوخ د پوهولو په باب دي  يا د دين  په اصولو اوفروعو کې د اسلام له تعليماتو سره موبوط  دي سترګې پټې کړي  ځکه چې د قرآن ايتونو د پيغمبر اکرم (ص) سنت او هغه کلمات او افعال د مسلمانانو لپاره حجت ګڼلي. او هغه يې  په اسلام دپوهيدلو  او د احکامو  په استنباط کې  اصلي منابع ټاکلي دي: «مَا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الأغْنِيَاءِ مِنْكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا؛ هغه څه  چې د  خداي  رسول(ص) ستاسو لپاره راوړي (او تاسو  ته يې امرکړي) واخلئ (او عمل وکړئ) او له هغه څه چې منعې کړې يې يئ ډډه وکړئ»[1]
«وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالا مُبِينًا؛ هيڅ ايماندار سړے او ښځه حق نه لري کله چې خداي او پيغمبر يې يوه خبره لازمه وګڼي (دخداي د  امر په وړاندې) اختيار ولري، او هرڅوک چې د خداي او د هغه د رسول نافرماني وکړي  په ښکاره ګمراهۍ اخته شوي دي»[2]
هغه کسان چې د پيغمبر (ص) سنتو ته بې پامي کوي په  حقيقت کې په قرآن سترګې پټوي، خو څرګنده ده چې د پيغمبر(ص) سنت بايد له معتبرو لارو ثابت شي او هره خبره چې هر کس يې په هغه لوي شخصيت پورې تړي   نه شي منل کيدي
حضرت علي (ع) په يوې وينا کې فرمايي: «ولقد کذب علي  رسول الله صلي الله عليه و اله وسلم حتي مقام خطيبنا فقال: من کذب علي معتمدا فليتبوا مقعده من النار؛ د پيغمبر (ص) په ژوند کې  يې په هغه حضرت پورې دروغ وتړل  تر دې چې پاڅيده او يوه خطبه يې ولوستله او وې فرمايل: هر څوک چې عمدا په ما پورې دروغ وتړي بايد په  اور کې خپل ځاي ته د ورتللو لپاره تيار شي»[3]
دې  ته ورته معنا په صحيح بخاري کې هم راغلې ده .[4]
 [1]. حشر سوره ۷ آيت
[2]. احزاب سوره ۳۶ آيت
[3]  نهج البلاغه ۲۱۰ خطبه
[4] صحیح بخاری، اول ټوک ۳۸ مخ ( باب اسم من کذب علی النبی (ص)

Add new comment