ایران ددډلوژونکو وسلو له تولید او پراختیا سره مخالف دی .

 

دتهران دجمعې لمانځه خطیب په جینیوا کښې له پینځه جمع یوې ډلې سره په اټومي خبرو کښې له ګډون څخه د ایران داسلامي جمهوریت هدف دایران اټومي حقوقو ته د نړیوالو قدرتونو احترام او ددغو حقونو په رسمیت پیژندل و باله . ایت الله امامي کاشاني دتهران د جمعې لمانځه په خطبو کښې په جینیوا کښې له پینځه جمع یوې ډلې سره په اټومي خبرو کښې دایران داټومي مرکچي پلاوي بریالیتوب ته په اشارې سره وویل په دغو خبرو کښې دایران یوازنی هدف دایران سوله ایزو اټومي فعالیتونو ته دلویدیځو هیوادونو احترام او ددغه حق په رسمیت پیژندل وو . دتهران دجمعې لمانځه خطیب زیاته کړه  داټومي وسلو دترلاسه کولو لپاره دایران دهڅې په باره کښې د اسرایلو او ځینو لویدیځو هیوادونو دادعاګانو او پروپاګنډو په اپوټه ایران نه یوازې په اټومي وسلو پسې نه وو او نه دی بلکې دسیمې دامنیت او ارامښت په چوکاټ کښې  دهرډول ډلوژونکو وسلو  له تولید  ا و  پراختیا سره مخالف دی . دتهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله امامي کاشاني په دې خبرې سره چې ایران په تیرو څلوردیرشو(۳۴) کلونو کښې ثابته کړي ده چې دسیمې امنیت او ارامښت دایران داسلامي جمهوریت دخارجي سیاست په لومړیتوب کښې دی وویل په تاریخ کښې تراوسه په ګاونډیو او نورو هیوادونو  دایران دتیري په هکله هیڅ سند او ثبوت نشته . هغه په جینیوا کښې د ایران او پینځه جمع یوې ډلې د اټومي خبرو له ماتي سره دمخامخ کولو لپاره دصهیونیسټانو کوشش ته په  اشارې سره وویل دغه جعلي رژیم  په داسې حال کښې ایران چې بډایه کلتور او تمدن لري په سیمه او دنیا کښې په ناامنۍ رامینځته کولو تورنوي چې په خپله یې په سیمه او نیواکي فلسطین کښې یې بې شمیره جنایتونو د دنیا دخلکو غوسه راپارولي ده . ایت الله کاشاني ټینګار وکړ دجینیوا له موافقې وروسته لویدیځ هیوادونه باید د باور جوړونې په چوکاټ کښې د ایران پرضد خپل نه توجیه وړ بایکاټونه ختم کړي چې نور ددنیا خلکو ته د لویدیځو هیوادونو د ژمنو خلاف ورزیاتې او دروغ ویل ښکاره نشي . دتهران دجمعې لمانځه خطیب دامریکا دخارجه وزیر جان کیري څرګندونو ته په اشارې سره چې ویلي وو  بایکاټونو ایران تسلیم کړ او دخبرو میز ته یې کیناوه وویل  که څه هم اقتصاد دملتونو په ورځني ژوند کښې مهم دی خو عزت ، اقتدار ، ملي ګټې او دعلم په لاره کښې پرمختګ له بل هر شي څخه زیات دایران دملت لپاره ارزښت لري . هغه هیله وکړه چې دایران اټومي مرکچي پلاوی په راتلونکو خبرو کښې په دیر درایت او استقامت سره دایران دګټو په لاره کښې ګام پورته کړي .

Add new comment