اسلام په آسترالیا کې

آسترالیا چې د مساحت په لحاظ د نړۍ شپږم لوی هیواد ګڼل کیږي اسلام ېې له عیسویت ، بې دینۍ او بودایزم وروسته څلورم لوی دین ګڼل کیږي .
تر ټولو په زړه پورې خبره دا ده چې اسلام دې هیواد ته د افغانانو له خوا وروړل شوئ دئ .


د ګوګل په ویکي پيډیا کې راغلي په ۱۸۶۰ م کال کې انګریزان د آسترالیا د دښتو او ځنګلونود طۍ کولو لپاره اړ شول چې دې هیواد ته هم داسې کسان بوځي چې په دښتو او ځنګلونو کې د خپلې تجربې په مټ لاره وباسي .
په همدې اساس انګریزانو په دې کال کې د لومړي ځل لپاره ۱۲ افغان ساربانان یا د کاروانونو مخکښ کوچیان له ۱۲۰ اوښانو سره یو ځای د آسترالیا د صحراوو او دښتي او ځنګلي لارو د طۍ کولو لپاره له ځان سره بوتلل .
د ویکیپيډیا په راپور کې راغلي د آسترالیا لوېې وچې ته دا لومړني مسلمانان ډي چې رسیدلي دي او دې کسانو د آسترالیا په بیلابیلو سیمو کې د خپل عبادت لپآره یو شمیر ځایونه جوړ کړي چې لا تر اوسه ېې هم آثار شتون لري .
دې افغانانو په آسترالیا کې ځآيي خلک هم اسلام ته وربللي او ډیر ځايي خلک د همدې افغانانو په لاسونو په اسلام مشرف شوي دي .
له افغانانو وروسته د اندونیزیا صیادان او ماهي نیونکي هم آسترالیا ته تللي او خلک ېې اسلام ته بللي .
د اسلام ټوډي د اطلاع ورکونې مرکز لیکي د دې مسلمانانو او د آسترالیا د ځايي خلکو تر منځ ډيرې ښې اړیکې موجودې وې چې د همدې ښو اړیکو له امله د اسلام دین د آسترالیا په ځايي خلکو کې ډير نفوذ وکړ .
د رسمي شمیرنو په اساس اوس مهال د آسترالیا له ټول څه باندې شل میلیونه نفوس څخه کابو دری نیم لکه تنه ېې مسلمانان جوړوي .
په آسترالیا کې په سیدني او میل بورن ښارونو کې د نورو ښارونو په پرتله ډير مسلمانان اوسیږي .
د نورې نړۍ په څير په آسترالیا کې هم ګڼ شمیر ځايي خلک تازه د اسلام په مبارک دین مشرف کیږي چې د رسمي شمیرنو په اساس په ۲۰۰۱ م کال کې ۶۴۱ تنو خو په ۲۰۰۶ م کال کې ۱۰۱۴ تنو تازه اسلام قبول کړئ دئ .
په آسترالیا کې اوس مهال هم افغانان د دې ټاټوبي د لومړنیو مسلمانانو په توګه شهرت لري او اوس هم د دې هیواد په تاریخي اسنادو کې د خان ، سلطان ،محمد او اکبر په څير نومونه تر سترګو کیږي چې د آسترالیا له ځايي قبایلو سره د افغانانو په ادغام او ګډ پيوند دلالت کوي .
د آسترالیا یو سیاسي پوه وايي په اسلام کې د بشراو ښځو حقوقو او د ټولنیز عدالت رعایت د دې لامل شو چې د آسترالیا ځايي قبایل ورته ډيره ګروهنه پيدا کړي .
د میلبورن پوهنتون د آسیايي څیړنو مؤسسه په یوه راپور کې کاږي اسلام ژواک چاپيریال ته دومره اهمیت ورکړئ چې سارئ ېې په بل هیڅ دین کې نه شو میندلای ،په داسې ډول چې حتې مسلمانانو له کفارو سره په جګړو کې هم خپلو فوځيانو ته امر کاوه چې د ژواک چاپيریال ونو او بوټو او اوبو له منځه وړل او ککړول روانه دي .
دا راپور په خپله وروستۍ جمله کې لیکي له همدې مخې نتیجه اخلو چې اسلام یواځنئ دین دئ چې د ژواک چاپيریال او طبعي سر چینو ریښتینئ ساتونکئ او مینه وال دئ .
راپور په یوه بله برخه کې لیکي د نورو اندونو ته درناوئ ، د انسانانو تر منځ له توپير او تبعیض سره مبارزه په تیره له ښځو سره په انساني چلند د مسلمانانو ټينګار د دې لامل شوئ چې د زرګونو آسترالیایانو زړونه اسلام ته مایل شي او دا هغه واقعیت دئ چې انکار نه شي ترې کیدای

Add new comment