مسلمانان په جرمني کې .

مسلمانان د اروپا د ډیرو نورو هیوادونو په څیر په جرمني یا آلمان کې هم دوهم لوی دیني لږکئ ګڼل کیږي .
د رسمي شمیرنو په اساس د جرمني د ۸۲ میلیونه او څلورلکه نفوس څخه دری میلیونه دوه لکه ۱۳زره تنه ېې مسلمانان جوړوي .


یو شمیر سر چینو په وروستیو کلونو کې په جرمني کې د مسلمانانو شمیر څلور نیم میلیونه تنه ښودلئ دئ .
همداراز د روان میلادي کال د جون په ۲۵ مه د جرمني د کورنیو چارو وزارت په خپل راپور کې د مسلمانانو شمیر په اړه همدې ته ورته شمیرنې خپرې کړې دي .
په دې راپور کې راغلي ، پخوا فکر کیده چې په جرمني کې حد اکثر ۳ نیم میلیونه مسلمانان اوسي خو د مسلمانانو اوسنئ تعداد د پورته شمیرې په نسبت یو میلیون زیاتوالئ ښيي .
ویل شوي په جرمني کې د میشتو مسلمانانو تر ټولو ډيره شمیره ترکان دي او ورپسې د افریقايي هیوادونو اتباع دي .
د همدې راپور په اساس په جرمني کې د کابو ۶۰ زره افغانانو او په همدې شمیر کې د ایرانیانو د شتون خبر ورکړل شوئ .
په دې راپور کې راغلي چې د جرمڼي مسلمانان تر ډيره خپل دین او مذهب ته هم ژمن دي په دې توګه چې د جرمني د مسلمانانو غوڅ اکثریت په اسلامي مدرسو کې د خپلو زامنو او لورانو زده کړې ته ګروهنه ښودلې ده خو د جرمني د مسلمانانو نوي سلنه وايي د ښځو او نرانو د ګډ سپورت یا نایت کلبونو زنګ ورته کومه معنی نه لري ځکه دوی په هغې کې ګډون نه کوي .
د پخوانیو شمیرنو په اساس مسلمانان د جرمني د ټول نفوس څلور سلنه جوړوي خو اوس ښايي دا شمیره هم لوړه شوې وي .
د دوهمې نړیوالې جګړې تر پيښیدو وړاندې په جرمني کې ډیر کم شمیر مسلمانانو ژوند کاوه ځکه جرمني په اسلامي نړۍ کې کومه ښکیلاک مینه نه درلوده تر څو دې هیواد ته د مسلمانانو د مهاجرت او کډوالۍ لار پرانیستل شوې وای .
خو له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته تر یوه حده د ترکېې او د بالکان له مسلمان میشتو سیمو مسلمانان جرمني ته لاړل .
په تیرو پنځوسو کلنو کې په ټول جرمني کې په سلګونو جوماتونه جوړ شوي چې له منځه ېې د هامبورګ اسلامي مرکز ته اشاره کولای شو چې په جرمني کې د میشتو ایرانیانو له خوا جوړ شوئ او په دې هیوادکې له لویو اسلامي مراکزو ګڼل کیږ ي.
د جرمني شپيګل ورځپانې په یوه راپور کې لیکلي کلتور ي او تاریخي شواهد په ډاګه کوي چې اسلام د جرمني نه بیلیدونکې برخه ده .
د جرمني د مالېې وزیر هم یوې لوېې غونډې ته په وینا کې اعتراف وکړ چې اسلام د جرمني نه بیلیدونکې برخه ده .
په دې وروستیو کلونو کې په جرمڼي کې هم د نورې ارو پا په څير ګڼ خلک اسلام ته مخه کوي او اسلام په دې هیواد کې هم ورځ تر بلې زیاتیدونکي پلویان مومي .
د رسمي شمیرنو په اساس یواځې د ۲۰۰۴ له جولای د ۲۰۰۵ تر جونه په جرمني کې تر ۴۰۰۰ ډیرو کسانو اسلام قبول کړئ .
سره له دې چې د بښنې نړیوال سازمان په جرمني کې د مسلمانانو په وړاندې وضعیت ښه بللئ خو راپورونه وايی چې په دې هیواد کې هم د مسلمانانو پر ضد اقدامات شتون لر ي.
د ملګرو ملتونو د بشر حقوقو ادارې په راپور کې هم راغلي چې د جرمني په ګډون اروپايی دولتونه باید د مسلمانانو په وړاندې د منفي تبلیغاتو او اقداماتو مخه ونیسي .
د جرمني د مسلمانانو شورا او د جرمني مرکزي اسلامي شورا کلونه کیږي چې په دې هیواد کې هم د مسلمانانو په وړاندې د توپير او تبعیض له امله نیوکې کوي .
د هغوی په وینا په جرمني کې د مسلمانانو اساسي ستونځه د ستر منو میرمنو ده چې تر ډيره ورسره توپيري چلند کیږي .
په دې وروستیو کلونو کې د مسلمانانو په کورونو ،مغازو او دوکانونو او د اوسیدو په ځایونو د بریدونو د زیاتیدو خبر ورکړل شوئ .
همداراز په دې هیواد کې له اسلام څخه د ویرونې لپاره منفي تبلیغات هم ډير شوي چې د نورو مسلمانانو په څنګ کې ېې د سترمنو یا حجاب لرونکو میرمنو لپاره هم ستونځې را منځته کړې دي .

Add new comment