د وهابیت کره کتنه (اوله برخه)

ډیره موده کیږي چې وهابیت د سعودي عربستان په پیسو اوامکاناتو سره  د خپلو عقیدو د پراختیا لپاره  ډیره هڅه کوي خو د دغه بې لارې فرقې اعتقادي بنسټونه بیخي سست   دي  او د هغوی عالمانو د قرآن له ایتونو، روایتونو او  حدیثونو ډیر سطحي مطالب اخېستي دي . د وهابیت د فرقې ظاهر‍ پاله تعلیمات په نننۍ نړۍ کې د مسلمانانو د  یو والي تر ټولو لوی خنډ دی. ځکه چې دغه فرقه  نور مذهبونه کافر ګڼي او د اسلام سوچه  تعلیمات او ښوونې ځیږي اوتشدد پسندې ښیي. د وهابیانو د  ټولو بشري ضدو کړنو جرړه باید د هغوی په عقیدتي او  فکري  بې لاریو کې ولټول شي.

د خدای ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) د انسانانو د هدایت په لاره کې  له هیڅ هڅې ډډه ونه کړه  او په لاره کې پرتې خطرې یې په خپل الهي لید سره اټکل کړې. هغه حضرت همیشه  د اسلام په دین د پابندۍ خبره کوله او مسلمان امت یې د بدعتپالو په لومه کې له غورځیدو ویراوۀ  او خبرداری یې ورکاوۀ.

دا ټولې سپارښتنې له دې امله وې چې د دغه اسماني دین لارویان  د خپل تیروکسانو په لاره روان نه شي او د هغوي په شان په مختلفو فرقو ونه ویشل شي. لکه څنګه چې قرآن شريف  مسلمانانو ته خبرداری ورکوي  او فرمایي: (ای مسلمانانو!) د  هغه چا په شان  مه کیږئ چې تیت و پرک شول  او وروسته له دې چې روښانه دلیلونه ورته راغلل په اختلافونو اخته شول.

( آل عمران  ۱۰۵ایت)

هو، خدای د مسلمانانو لپاره ځینې حدود او اصول ټاکلې دي چې  هغوي په یو والي او یو زړه والي سره  د هدایت او کمال لارې ته ورسیږي. لوی خدای د نورو په ناموس او ځان او مال تیری د مسلمانانو لپاره حرام ګرځولې دي  او د خدای ګران رسول (ص) په وروستي مبارک حج کې  مسلمانانو ته وفرمایل : «سم نظر وکړئ (او په اسلامي معارفو او حقایقو ځان سم پوه کړئ) او له ما وروسته کافران مه جوړیږئ چې د یو بل څټونه ووهئ»

 له بده مرغه د رسول الله مبارک (ص) دغه خبره اوس عملا محققه شوې  او د وهابیانو په نامه یوه جاهله او متعصبه ډله له نورو مسلمانانو سره د کافرانو په شان سلوک کوي اوپه ډیره اسانه د سني او شيعه مسلمانانو سرونه پرې کوي.

د ایران د اسلامي جمهور یت یو لوی عالم او مرجع  ایت الله جعفر سبحاني کلونه کیږي چې د وهابیت فرقې د مهملو عقیدو په  هکله څیړنه او پلټنه کوي  او دهغوي  په ځواب کې مقالې او کتابونه لیکی.  څو ورځې مخکې دغه لوی شخصیت  په یوې لیکنې کې  له سلفی فرقې نه  د اسلام په هکله د هغوی د عقیدو او نظرياتو په باب څو اساسي پوښتنې وکړې چې  په پراخه توګه رسنیو راواخستې.  خو وهابي سلفي  مشران چې  په سوچه اسلام د عمل ادعا کوي  دغه پوښتنو ته ځوابونه ورنه کړی شول . ځکه چې دهغوی عقیدې  د بې بنیاده او سستو بنسټونو په اساس ولاړې دي او د دفاع ځای نه لري.

د ایت ا... سبحاني وړومبۍ پوښتنه او نیوکه  د سلفیانو دیوې سطحي عقیدې په هکله ده . هغوی وائي  : «باید د صحابه و او تابعینو پیروي وکړې شي،  ځکه چې دهغوي پوهه د حق او باطل معیار دی »

 بیا د خدای د رسول (ص) په یو حدیث  باندې په استناد سره وړومبۍ درې هجري قمري پیړۍ (قرنونه) د صحابه او تابعینو پیړۍ ګڼي  او  په دغه دریو پیړیو کې د مسلمانانو کړۀ د حق او باطل معیا رګرځوي.

هغوی د خپلې خبرې د ثابتولو لپاره د رسول الله مبارک (ص) د ا حدیث راوړي چې  پکې راغلې دي:«تر ټولو ښه خلک زما دزمانې خلک دي ،  بیا هغه خلک چې له دوي وروسته راځي،او بیا هغه خلک چې له هغوی وروسته راځي» وهابیانو په  غلطه  دغه درې پړاوونه درې پیړۍ ګڼلې دي  او دا نظر له ډیرو ابهاماتو او پوښتنو سره مخ دی.

تاریخ پیژاندی او څیړاند ایت ا... جعفر سبحاني وایي: « څنګه  کولی شو لومړي سل  هجري قمري کلونه  تر ټولو کلونو زیات شریف او ښه وګڼو په داسې حال کې چې بدعتونه ټول  او یا یې ډیر زیات په همدغه وړومبيو سلو کلونو کې پیدا شوې دي؟! لکه څنګه چې خوارج، مرجئه ، معتزله  او  اکثر باطلې او غلطې فرقې د ړومبۍ پیړۍ په وروستیو وختونو یا د  دوهمې پیړۍ په  وړومبيو وختونو کې پیدا شوې دي.»

د انسانیت لپاره د هدایت وروستي اسماني کتاب قران مجید  په دې برخه کې تر ټولو ښه مدرک او مرجع دی.  په دغه لوی کتاب کې  د « قرن» ټکی اوه ځله تکرار شوی دی خو هیڅکله ترې مطلب سل کاله یا پیړۍ نه دی اخستل شوی. د عربو په ژپه کې  قرن یو نسل ته وائي چې له بل نسله وروسته راځي او په دغه حدیث کې د ر سول الله مبارک مطلب هم  دیو نسل خلک وو نه د سلو کلونو خلک.

په سلفیانو باندې یو بل اعتراض دا دی چې څنګه د صحابه او تابعینو کرداراو ګفتار د حق او باطل معیار ګرځولی شوحال دا چې هغوی متفاوت او  کله کله هم متضاد او ګډ وډ  کردار او خبرې لرلې دي . مثلا  له قریشو سره د  حدیبیې په سوله کې چې  پیغمبراکرم (ص) حتی دې ته هم تیار شو چې د «رسول الله » لقب  په عهدنامې کې له خپل نومه  لرې کړي ، په مسلمانانو کې ډیر اختلاف پیدا شو. ځینو یې دغه صلح نامه د ځان لپاره د ذلت او رسوائۍ سبب وګڼل او یو بل ته یې وویل : ولې باید مونږ په خپل دین کې سپک کړی شو .  خو ځينو نورو  بیا د خدای د رسول خبرې ته  تسلم شول ( سیره ابن هشام ، ۳ ټوک  ۳۴۶ مخ)

 ایا اوس کولی شو  د هغه ډلې عمل  چې  په رسول الله مبارک (ص) یې اعتراض وکړ د خپل عمل معیار وټاکو؟

نو که   د سلف، صحابه او تابعینو پوهه او اخستون په قرآن او سنت د پوهیدو معیار وګرځوو،  مطلب به یې کوم اخستون او پوهه یا مطلب وي ؟   

همداراز  د خلافت د ستنو له مزبوتیدو روسته  د خدای د رسول (ص)  په ملګرو کې په فکر او پوهه کې  اختلاف زیات شو  او په هماغه وړومبيو وختونو کې  درې اویا فرقې جوړې شوې .  اوس مونږ څنګه په دغه ټولو اختلافاتو سترګې پټولی شو او  سلف ، متحده او  له اختلافه لرې وګڼو او دهغوی د پوهې معیار د حق او باطل معیار وګرځوو؟!

دریمه پوښتنه  چې ایت الله جعفر سبحاني یې له سلفیانو لري  د پیغمبر اکرم (ص) د اهل بیتو (ع) په هکله ده دوي وائي : که خبره داسې وي چې  د صحابه و او تابعینو درک او پوهه د عمل معیار وي،  نو ولې دې د پیغمبر اکرم (ص) د اهل بیتو پوهه او دهغوي حکمتناکې خبرې او ویناوې د حق او باطل معیار نه وي؟ اهل بیت یا د رسول الله مبارک(ص)  لمسي  تر ټولو لوی سلف صالح وو چې نورو خلکو په دیني مسایلو د پوهیدو لپاره هغوی ته مراجعه کوله. د خدای ګران رسول (ص)   هم  خپل اهل بیت علیهم السلام د قرآن برابر او ورسره یو شان ګڼلې او فرمایلي یې دي: « زۀ په تاسو کې دوه قیمتي څیزونه پریږدم، قرآن او خپل اهل بیت . که دهغوي پیروي وکړئ  هیڅکله به بې لارې نه شئ»

ایت  الله جعفر سبحاني  په دوام کښې زیاتوي : ولې سلفیان د  دخپل ګرانې لور بي بي فاطمې (س) په  هکله  د خدای د رسول (ص) په دومره زیاتو حدیثونو چې  فاطمه  د نړۍ د ښځو سرداره ده سترګې پټوي .  ولې د خدای د رسول (ص)  پاکو بچیانو او لمسیانو ته چې  دخدای رسول د نوح کشتۍ او ژغورونکي بللي   پام نه کوي  او هغوي ته مراجعه نه کوي.؟»

خو په وهابیانو باندې تر ټولو لوی اعتراض دا دی چې  هغوي تر دې زیات چې دخدای ګران رسول (ص)  ته مراجعه وکړي او له هغه حضرت (ص)  روایتونه نقل کړي  د محمد بن عبدالوهاب نجدي او ابن تیمیمه خبره نقلوي او همدا خبره د هغوی د بې لار ې کیدو سبب شوې ده . ته به وائې  دهغوي لارښود او رسول  پیغمبر اکرم (ص) نه بلکه  ابن تیمیه او محمد بن  عبدالوهاب نجدي وي ! هغوی همداراز کله کله اصحاب د خدای تر رسول (ص) زیات لوړ او د منزلت خاوندان ګڼي او د هغوي په مسئله کې زیات تعصب ښیي.

دا په داسې حال کې دي چې مسلمانان د قرآن په ګواهۍ محمد مصطفی (ص)تر ټول لوړ او اخري  الهی پیغمبر ګڼي .   او باوري دي  هغه څه چې له دین او شریعت سره اړه لري  باید له قرآن او پیغمبره خلکو ته ورسیږي. دغه اصل ته په پام سره  څرنګه کولی شو د یو صحابي پوهه  د نورو لپاره حجت او دلیل  وګڼو؟  د سلفیانو په وینا ته به وائې د نبوت او له  عالم معنا نه د خبر او روایت د رارسیدلو دروازه  لا نه ده بنده شوې  او دخدای یو حجت  د صحابه و پوهه او اجتهاد دی .

د وهابیت د مسلک  یو پلوی «شوکاني» په دې حقیقت اعتراف کوي او وائي:۰ حقه دا ده چې د صحابي خبره حجت نه وي خدای دې امت ته یوازې یو پیغمبر  او رسول رالیږلی دی . صحابه او هغه کسان چې  له هغوی وروسته راځي، ټول دنده لري چې د کتاب او سنتو پیروي وکړي ( بحث مع اهل السنة والسلفیه، ص ۲۳۵)

وهابیت په یوه نظر کې یوه داسې فرقه ده چې د رسول الله مبارک (ص)   له ارزښتمنو تعلیماتو لرې او  د یوې سترګې لرونکې فرقه ده . د مسلمانانو لپاره د دغه بې لارې فرقې ډالۍ تر اوسه بل څه نه وو مګر د مسلمانانو تر منیځ د اختلاف او تفرقې جوړول ، د موحدانو د صفونو  جدا کول او د کفر د جبهې مضبوطول .

په راتلونکې برخه  کې به  د سلفیانو په ځینو نورو عقیدو  وغږیږو  تر هغې اجازه غواړو.

Add new comment