ولې بايد د عاشورا د پيښې په ياد يوازې عزاداري او ماتم وکړو؟
لکه څنګه چې مو مخکښې وويل بايد په ټولنه اومعاشره کښې داسې عوامل پيدا کړو چې د خلقو ديني احساسات وهڅوي او هغوي وپاروي چې د اسلام له هدف سره مينه پېدا کړي. او د سيد الشهداء لارې ته دوام ورکړي. خو دلته يوه بله موضوع مطرح کيږي. هغه داچې ايا د احساساتو د تودولو او هڅولو يوازينۍ لاره د امام حسين ماتم او عزاداري ده؟ د خلقو عواطف د جشن او سرور په مراسمو سره هم په جوش کښې راوستلې شو. د زوکړې په ورځو کښې منجمله د سيد الشهداء (ع) د زوکړې په کليزې کښې، او کله چې د زوکړې جشن جوړيږي او د هغه ستر شخصيت په مدحه کښې شعرونه لوستل کيږي هم خلق په جوش او ولوله کښې راځي او احساسات يې پاريږي. نو بيا ولې د احساساتو د تودولو لپاره د خوشالۍ له دستورو ګټۀ نه پورته کيږي.؟ ولې بايد د دې کار لپاره ماتم او سينه زني وشي؟ ايا ددغه کارونو په ځاے جشن او خوشحالي نه شو جوړولې. چې د خلقو احساسات تحريک شي. ؟
دلته بايد دې ټکي ته پام وشي چې احساسات او عواطف مختلف ډولونه لري. او د هر ډول احساساتو پارول بايد دهغه په متناسب شکل سره وشي. د امام حسين (ع) شهادت يوه داسې پيښه وه چې د اسلام په تاريخ کښې يې ډير مهم کردار ادا کړ او د اسلام د تاريخ لاره يې بدله کړه. د هغه حضرت شهادت د قيامت تر ورځې پورې انسانانو ته د حرکت، غورځنګ، مقاومت او استقامت درس وښود. له دې امله د دغه لوئې پيښې د ياد د ژوندي کولو لپاره جشن او خوشحالي مناسبه نه ده. بايد داسې کار وکړے شي. چې دخلقو غم تازه شي او اوښکې يې له سترګو روانې شي. او په زړ ونو کښې عشق او جذبه پېدا شي. په دې مسئله کښې هغه څه چې دغه رول لوبولے شي همدا د عزادارۍ ، ماتم او وير مراسم او ژړل او ژړول دي. حال داچې د جشن او خوشحالۍ د مراسمو جوړول داسې تاثير نه لري. خندا اوخوشحالي هيڅکله انسان د شهادت ليوال نه ګرځوي. او هغه د جهاد ډګر ته نه بيايي. له امام حسين (ع) سره مينه او د عاشورا له حادثې عبرت اخېستل وو چې د ايران په خلقو يې د اته کلن جنګ سختۍ اسانې کړې د جهاد او شهادت روحيه له سوزه، اوښکو، عشق اوجذبې پيدا کيږي. او د امام حسين (ع) ماتم دغه روحيې ته د رسيدو ډيره ښه لاره ده.
Add new comment