په پاکستان کې دزلزلې دقربانیانوشمیر۲۳۸تنوته ورسید
دپاکستان دجنګ انترنیټي سیایټ له قوله راپورراکړ پرون مازدیګر دپاکستان دبلوچستان صوبې په زیاتره سیموکې په اوه اعشاریه اوه ریشتره زلزلې کې دمړو شمیر دخبر ترمخابیره کیدا پورې ۲۳۸ته رسیدلی البته ځینی راپورونه ښئ چې دغه شمیر ممکنه ده نوره هم زیات شي
دبلوچستان دصوبائی حکومت ویندوي جان محمد بلیدی خبریالانوته ویلی دي دغه مرګ ژوبلې یوازې په آواران ضلعې کې شوي او له دغې زلزلې دبلوچستان صوبې کابو شپږضلعو تاوانونه موندلي دي چې دهغو په اړه څیړنې روانې دي اوممکنه ده دمړو شمیر څو چنده زیات شي .. هغه وویل مرستندویه عملیات دوام لري او ځيني داسې ډيرې سیمې شته چې تر دې دمه ورته لاس رسی نه دی شوی . هغه په عین حال کې وویل ددغې زلزلې ټکانونه له یوه تریوه نیم منټ پورې اوږد ؤ چې له امله ئې په سلګونو کورونه ودانۍ او نو رتاسیسات تباه شوي دي په دې اړه څيړنې روانې دي البته په پیل کې مونږ مرستندویو علمیاتو ته اهمیه ورکړی او له نورو صوبو هم ورته مرستندویه ډلې ورسیدلی دي
راپورښئ دپاکستان تر کراچۍ پورې ددغې زلزلې ټکانونه احساس شوي دي البته دنورو صوبو له اړونده مسئولانو له خوا داحتمالی مرګ ژوبلو او نوروتاوانونو په اړه څه نه دي ویل شوي
Add new comment