دافغانستان جګړه به په راتلونکي کال کې پای ته رسیږي

دامریکاولسمشر بارک اوباما پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتو عمومي کلنۍ غونډې ته د وینا پر مهال ویول په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې روانه جګړه راتلونکی کال پای ته رسیږي، ځکه چې دوی په دغه جګړه کې خپل هدفونه ترلاسه کړي دي.
داپه داسې حال کې دي چې ددرستې نړۍ دچارو کارپيژاندي په دې اند دي چې امریکا  دافغانستان په جګړې نه یوازې ماته خوړلې بلکې  په ډيرو موردونو کې ئې لوړپوړو پوځي اوسیاسی چارواکو په دې ماتې اعترافونه هم کړي دي
اوباما ملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې پخپلې وینا کې وویل راتلونکی کال به نړیوال ځواک په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي، دوی دالقاعدې مهم مشران چې دستمبر پر ۱۱مه یې پر امریکا د برید پلان جوړ کړی و، له مینځه وړي دي.
د هغه په وینا، پنځه کاله مخکې یولک اتیازره امریکایي عسکرو په عملیاتو کې زیارګاله  ،خو ټول بیرته خپل هیواد ته ستانه شوی دي او اوس امریکا دې ته چمتوکیږي څو له افغانستانه خپل ټول پوځونه اوباسي.دامریکا ولسمشر وویل دعسکرود ویستلو ترڅنګ امریکا  د بې پیلوټه الوتکو کارول هم محدود کړي دي او یواځې هغه خلک په نښه کیږي چې امریکا ته خطر متوجه کوي.اوباما دغه راز د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ویلي چې د ګوانتانامو زندان تړلی او بندیان یې اړوندو هیوادونو ته لیږدوي.
داپه داسې حال کې دي چې ګوانتاناموبند هماغه راز ځیني داسې بندیان لري چې هیڅ تور پې نشته او له محاکمو او تورونو پرته په دغه وحشتناک بند کې شپې سبا کوي

Add new comment