دعربانوپارلمیان وائی دعراق دملت یووالی اواتحاد دوخت ضرورت دی

دمصرالیوم السابع انټرنیټي سایت راپورورکړ دعربانوپارلمیان پرون دیوې اعلامیې په خپرولوسره  په عراق کې دترهه ګرو اقداماتو په محکوم کولو سره ددغه هیواد له ملته  وغوښتل دملی وحدت په پیاوړتیا ، له تاؤتریخوالو څخه په ډډه کولو او له قانونی اورګانونوپه ملاتړ کې کې سره مسنجم ګام پورته کړي   اوپه اتحاد سره دې ټوله دسیسې شنډې کړي  . په دغې اعلامیې کې  دعراق درست ملت  په هیواد کې دامنیت درامینځةکیدا لپآره دحکومت او  او امنیتی اورګانو نو سره ملګرتیاته وبلل
دعربانو پارلبیمان چې له عربی اتحادئې سره اړونددی   له ترهه ګرۍ او افراط پالنې  سره په مقابلې کې دعراق  دملت پرملاتړ ټينګاروکړ او  دغه ډول اقدامات ئې  په عراق کې  د  فتنو اچونې او  دپرګنیزو نښتو درامینځةکیدا لپاره سپیرې دسیسې اعلان کړې
په دغې اعلامیې کې  دلمی پخلاینې،اقتصادي پراختیااودعراق دبیارغاونې  لپاره دهڅو په ضرورت  شوی دی
دعراق بیلابیلې سیمې  تقریبا هره ورځ   دترهه ګرو اوورانکاریو ډګرونه دي  او په دغه ډول پيښو کې  ډيرزیات خلک وژل  اوټپي کیږي
دعراق حکومتي  اوخپلواکه سرچینې   دعربستان پشمول ځیني عربی هیوادونه او امریکا او اسرائیل  دترهه ګرو ډلو په وسلو سنبالولو او منظمولو کې  د خیلې ګڼي

Add new comment