د کابل د نړيوال کنفرانس په پرېکړه ليک کې راغلي په افغانستان کې روانه جګړه شرعي بڼه نه لري
دغه نړيوال يو ورځنى کنفرانس پرون په کابل کښې د افغانستان د سولې عالي شورا په نوښت او د افغانستان د علماوو سراسري شورا او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان (OIC) په مرسته په لاره اچول شوى، چې د سيمې او نړۍ ٢٤ اسلامي هېوادونو علماوو په کې ګډون درلود.
د ایران مصر، هندوستان، اندونيزيا، عراق، کويټ، پاکستان، سعودي عربستان، تاجکستان، امريکا، قزاقستان، ترکيه، سوډان، اردن او نورو اسلامي هېوادونو عالمانو په دې ناسته کې برخه لرله.
د سولې عالي شورا وياند مولوي شهزاده شاهدوويل، چې دا کنفرانس پرون سهار نهه بجې پيل او مازيګر پنځه بجې د يوه پرېکړه ليک په صادرېدو پاى ته ورسېده.
ده زياته کړه، په دې ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو استازو پر سولې او امن ټينګار وکړ.
د پرونې کنفرانس په پرېکړه ليک کې راغلي،د افغانستان د دولت، اسلامي تشخص او ديني صبغې ته په کتلو سره، په دې هېواد کې روانه جګړه شرعي بڼه نه لري او نه هم جواز لري.
په پرېکړه ليک کې ټينګار شوي، چې په افغانستان کې دې ښکېلې خواوې اوسنۍ شخړې او اختلافات د خبرو او مفاهمې له لارې هوار کړي.
شاهد زياته کړه، په کنفرانس کې له ټولې اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه له ګاونډيو هېوادونو په ټينګار وغوښتل شول، چې په افغانستان کې د سولې راوستو، د جګړې، تاوتريخوالي او وينې تويولو د مخنيوي په موخه خپله اسلامي او انساني دنده ترسره کړي.
د هغه په وينا، د کنفرانس ټولو ګډونوالو ټينګار وکړ، چې په سيمه او افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو په موخه دې په دې کنفرانس بسنه ونه شي، بلکې په دوامداره توګه دې دغه ډول ناستې ترسره شي.
د سولې شورا وياند وايي، په پرونۍ ناسته کې وويل شول، چې په سيمه او افغانستان کې دې ديني مرکزونه او مذهبي کړۍ غښتلۍ شي، ترڅو له خپل اغېز څخه په استفادې د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.
د ويلو ده چې دغه اسلامي کنفرانس، په هېواد په ځانګړي ډول کابل کې لومړنى اسلامي کنفرانس دى، چې د مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغانستان د ستونزو د هواري په موخه جوړېږي.
Add new comment