حسن نصر الله: حزب الله ته د شام د كيمياوی وسلو د انتقال تور خطرناكی پايلې لری
د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر له درستو لبنانيانو وغوښتل ،د دغه هيواد د آمنيت د ساتلو لپاره له آمنيتی ځواكونو سره ملګرتيا وكړی
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشی سيد حسن نصرالله بیګا په يوه وينا كښې د بيروت په جنوبی سيمه كښې آمنيتی بدلونونو ته اشاره وكړه او ويی ويل د لبنان درست ښاريز بايد د دغه هيواد له آمنيتی ځواكونو سره د آمنيت په ټينګولو كښې مرسته وكړی او هيله من يم د لبنان آمنيتی ځواكونه هم خپله دنده ډيره ښه ترسره كړی .
سيد حسن نصرالله وويل حزب الله د بيروت په الرويس سيمه كښې له چاودنې وروسته د لبنان له آمنيتی ځواكونو وغوښتل حالات په كنټرول كښې ولری ،خو متاسفانه ځينو سياسی ډلو د حزب الله اقدامات داغی وښودل .
د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر دغه مسئله چې حزب الله له سوريی كيمياوی وسلی ترلاسه كړی رد كړه او ویې ويل دغه ادعا د خندا وړ ده ،حزب الله د كمياوی وسلو د كارولو د ممنوعيت په اړه دينی او شرعی اصولو ته پايبند دی او حزب الله ته د سوری د كيمياوی وسلو د انتقال تور خطرناكی پايلې لری او لبنان له يوه خطر سره مخ كوی .
سيد حسن نصرالله په خپله تلويزيونی وينا كښې زياته كړه په سوريی يرغل د سيمې او نړۍ لپاره خطرناكې پايلې لری او لومړنی بهرنی لوری چې تر اغيز لاندی یې راځی لبنان دی .
هغه د تركيی او عربستان له مسؤلانو وغوښتل د سوريی په اړه پخپلو دریځونو كښې بياكتنه وكړی .
Add new comment