نیویارک ته داسلامی ایران ولسمشر دایران دملت دسولې پیغام وړی دی

دایران دخارجه وزارت ویندوئې میرمن مرضیه افخم  نن په تهران کې په خبري کنفرانس کې  وویل  داسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني نیویارک ته  پخپل سفر کې  دایران دملت دسولې پیغام وړی دی . دغه پیغام  دنړۍ له بیلابیلو هیوادونو سره په رغنده تعامل مشتمل دی
میرمن افخم  نیویارک ته دولسمشر دسفر په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې ددې خبرې په کولو سره چې  دغه سفرډیرمهم اړخونه لري زیاته کړې ،  ډاکټر روحاني  به دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ، دوسلو دبندیز په غونډې  او همداراز دناپیلی غورځنګ دغړو هیوادونو دخارجه وزیرانو  په ناستې کې  مهمې ویناوې وکړي . هغې روښآنه کړه  په دغو ویناؤ کې  دسیمې او نړۍدبدلونونو او هغو مهمو پيښوپه باب چې په نړیواله سویه ئې سوله  امنیت او ګډسوله ایز ژوند تر اغیزلاندې رواستی ، داسلامی ایران لیدتوګې اودریځونه   تشریح او بیان کړي
دایران دخارجه وزارت ویندوئې   دنورو هیوادونو له مشرانو  لوړروتبه چارواکو ،شخصیتونو  او رسنئ مشرانو سره لیده کاته داسلامی ایران دولسمشر نور پروګرامونه وبلل او وې ویل  ډاکټر روحانی  به همدارازپه امریکا کې دلیدتوګو دمرکزونو له شناندو ،دنظرخاوندانو اونورو غړو سره  هم وګوري  او په نیویارک کې  دالهي دینونو له مشرانو سره هم  پروګرام لري  چې په دغو ټولو لیدوکاتو کې به داسلامی ایران دنظام او ملت جوت اوروښانه دریځونه دنړیوالو غوږونو  ته ورسوي
میرمن  افخم  همدارازله انګریزخارجه وزیر ویلیم هیګ سره دایران دخارجه وزیر  کتنه  رغنده وبلله او وې ویل په دغې کتنې کې دسورئې موضوع او نړیوال بحثونه  مطرح شول او دسیمې پربدلونونو داغیزو او  خاصو لیدتوګو په دلیل  داسلامی ایران لیدتوګې تشریح شوې . هغې دغه راز  د۵+۱ډلې  له غړو خارجه وزیرانو سره دایران دخارجه وزیر کتنه چې ټاکل شوې په پنجشنبې ورځې په نیویارک کې وشي  وویل دغه غونډه  په نوی پړآؤ کې  دایټمی خبرواترو لپاره  پيلامه ده  او اسلامی ایران   پخپلې خاورې کې دیورانیمو دپخولود حق او دسوله ایزو مصرف لپاره  دایټمی انرژۍ په درلودلوکې دایران دملت مسلم حق  دپوره کیدا دضرورت په باب  خپل روښانه دریځونه  بیان کړی دي
دایران دخارجه وزارت ویندوئې همداراز  دایران اوامریکا دخارجه وزیرانو ددوو  اړخیزو خبرو اترو په به ب  هم وویل  ددغې کتنې لپاره په ایجنډا کې څه نشته  او هره کتنه د ایران او۵+۱ډلې  به چوکاټ کې ترسره کیږی

Add new comment