په سوریې کښې جنګ د ولسمشر بشار اسد او دهیواد خلکو ترمینځ نه دی
دامریکا پخواني خارجه وزیر وویل په سوریې کښې جنګ د ولسمشر بشار اسد او دهیواد خلکو ترمینځ نه دی پردې اساس دسوریې د ولسمشر بشار اسد څنګ ته کیدل به مشکل حل نکړي .
زمونږ خبریال و ايي دامریکا پخواني خارجه وزیر هینري کسینجري له سي بي ایس ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل دسوریې حکومت به ترنړیوالې څارنې لاندې د خپلو کیمیاوي وسلو د وروستلو په باره کښې دامریکااو روسیې دموافقې په نوي(۹۰) فیصده مادو عمل و کړي او د ولسمشر بشار اسد لیرې کول دسوریې مشکل نه حل کوي .
دامریکا پخواني خارجه وزیر هینري کسینجر وویل زه باوري یم چې دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه نتیجې ته رسیدلی دی چې دسوریې لخوا د کیمیاوي وسلو له مینځه وړل د ماسکو په ګټه هم دي .
کیسنجر وویل زه هم په هغو کسانو کښې راځم چې باوري دي دولسمشر بشار اسد لیرې کول دسوریې دکړکیچ دحل ترټولو ښه لاره نه ده .
هغه زیاته کړه په سوریې کښې مدني صلح ددوو(۲) ډلو له ګډ ژوند کولو سره اړه لري پردې اساس دیوې خوا پریکنده بریالیتوب دیوې عام وژلې درامینځته کیدا احتمال له ځان سره لري .
Add new comment