دایران ولسمشر په سوریې کښې دجنګ په هکله خبرداری و رکړ .

داسلامي ایران ولسمشر نن لویدیځو هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې دوې به په سوریې کښې دهرډول پوځي لاسوهنې په هکله پیښمانه  شي او په دغه هیواد کښې دجنګ دبندیدا لپاره یې دخبرواترو غوښتنه وکړه .
زمونږ خبریال و ايي دایران و لسمشر حسن روحاني نن په تهران کښې په یوه پوځي پریډ یا رسم ګذشت کښې دوینا په وخت  لویدیځو هیوادونو ته  په خطاب کښې وویل په سیمه کښې دیوه نوي جنګ دپیلولو کوشش مه کوئ ځکه چې دغه کار به تاسو پیښمانه کړي .
امریکا او لویدیځ هیوادونه کوشش کوي چې په سوریې پوځي حمله وکړي .
دایران ولسمشر وویل جنګ په جنګ سره نشي مړ ختمیدلای   بلکې  په  سیاست او خبرو اترو سره  ختمیدلای شي .
دایران ولسمشر حسن روحاني نن دغه راز وسله والو کسانو چې دسوریې دحکومت دنسکورولو لپاره جنګیږي وغوښتل چې د ولسمشر بشار اسد له حکومت سره خبرواترو ته کیني .

Add new comment