دپاکستان په پیښور کښې بم چاودنې کابو 60کسان ووژل .

دوو ځان وژونکو دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پیښور کښې په کوهاټي ګیټ سیمه کښې  دوې ترهګرې بم چاودنې وکړې  چې له کبله یې اتراوسه  60کسان ووژل شول .
 په دغو دوو بم چاودنو کښې له سلو  زیات  کسان  ژوبل شوي او ویره شته چې دمړو کسانو شمیر نور هم زیات شي .
په وژل شویو کسانو کښې شپږ میرمنې او څلور داتو کالونو ماشومان هم شامل دی .
عیني کتونکو وویل چې دپیښور په کوهاټي ګیټ  سیمه کښې له یوې کلیسا څخه دعبادت کونکو دوتلو په وخت   دوو ځان وژونکو دوې بم چاودنې وکړې  چې  له کبله یې شپیته  کسان مړه او100 نور ژوبل  شول .
دحملې په وخت په کلیسا کښې څه دپاسه پینځه سوه (۵۰۰) کسان موجود وو .
دغه راز پیښور ته نږدې دخیبر قبایلي سیمې په باړې کښې دلشکر اسلام ترهګرې ډلې په مرکز کښې په بم چاودنې کښې  پینځه (۵)ترهګر ووژل شول او ډیر نور ژوبل شول .
په دغه حملې کښې چې دلشکر اسلام ډلې په مرکز کښې د چاودیدونکو موادو له کبله شوي ده ددغه ډلې مرکزي ویندوی یونس خان چې په ابورشید لشکري مشهور وو په شمول پینځه (۵) کسان وژل شوي .
په  وژل شویوکسانو کښې درې دلشکر اسلام او  دوه دطالبانو ډلې غړي دي .

Add new comment