د طالبانو د ډلې لوړرتبه چارواکی ملا عبدالغني برادر په پاکستان کښې له جیله آزاد شو

د باخبرو سرچینو له قوله د فرنټیر پوسټ خبري سایټ د رپورټ له مخې، د طالبانو د ډلې یو مشر ملا عبدالغني برادر پرون سهار په پاکستان کښې له یو جیله خوشی شو خو د هغه د آزادیدو خبر د امنیتي دلایلو پوجه ناوخته اعلان شو.
د دغه رپورټ په اساس د ملابرادر د آزادۍ په اعلانولو کښې ځنډ، یو امن ځاې ته د طالبانو د ډلې د دغه قومندان له رسیدو څخه د ډاډمنیدو په وجه و.
له دې مخکښې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کښې د طالبانو د پخواني مشر د مرستیال ملاعبدالغني برادر د خوشې کولو وخت نن یعنې د شنبې ورځ اعلان کړی و.
د ملابرادر په آزادیدو سره په پاکستان کښې د طالبانو د ډلې د هغو قیدیانو شمیر ۳۴کسانو ته ورسید چې له تیر کال راهیسې له جیلونو خوشي شوي دي او داچاره د طالبانو له ډلې سره د افغان چارواکو د سولې د خبرواترو لپاره هڅوونکې کیدی شي.
پاکستان له دې مخکښې اعلان کړی و چې ملابرادر به د افغانستان حکومت ته ونه سپاري او هغه چې هر هیواد ته وغواړي، تللی شي.
د افغانستان د طالبانو د لوې قومندان مرسیتال ملا عبدالغني برادر په ۲۰۱۰ کال کښې د پاکستان په کراچۍ ښار کښې نیول شوی و.
د افغانستان حکومت پرون د ملابرادر د آزادۍ د خبر د خپریدو د هرکلي په ترڅ کښې اعلان وکړ چې د پاکستان د حکومت دا کار له طالبانو سره د سولې د هلوځلو له پرمخ بیولو سره مرسته کوې شي.

Add new comment