د نړیوالې سولې د ورځې په اړه د ایران د لویې درستیزوالۍ بیانیه
د ایران د وسله والو ځواکونو لویې درستیز والۍ ټینګار کړی چې امریکا او صهیونیسټي لویدیځ د جګړې غواړو، نا امنۍ غوښتنې او د نړۍ د سولې په مخ کې پرتې ننګونې او د سولې د مدیریت ګواښ دي.
د ایران د سوله والو ځواکونو لویې درستیز والۍ په یوه بیانیه کې، د وږي د میاشتې دېرشمې نېټې په قدرونې سره چې د سولې نړیواله ورځ ده، دغه ورځ یې د آزادي غواړو او سلطه ضد ملتونو د ارادې نندارې ته وړاندې کولو لپاره د پراخې او رښتینې سولې په پرځایښت او ددې ډګر د دروغجنو مدعیانو او د سولې د ګواښوونکو د موخو د اشوا کولو لپاره یوه مناسبه موکه بللې ده.
په دې بیانیه کې راغلي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ په ځانګړې توګه هغه څه چې د اسلامي امت په جغرافیه او د مسلمانانو په لومړنۍ قبله، بیت المقدس کې تېرېږي، امنیتي وضعې ته رښتیني او منصفانه کتنه ددې ترخه حقیقت ښودنه کوي، هغه سوله چې د بشري حقوقو او نړیوالۍ سولې مدعي ارګانونو او سازمانونو له خوا او په حقیقت کې د هغو ارګانونو له خوا چې د استکباري نظام د سرغنو د غوښتنو له مخې خپرېږي او تعقیبېږي، له رښتینې سولې سره هیڅ تړاو نه لري او دا د سلطه ګرو او استکباري قدرتونو او د نړیوالو ډېر غوښتوونکو تر پوځي بوټونو لاندې رښتینې سولې ته د لاس رسي لپاره نړیوالو هیلو تر پښو لاندې کېدل، د اوسني تاریخ نه انکارېدونکې او تکلیف ور کونکي حقیقتونه ګڼل کېږي،چې په اسلامي هېوادونو او د مظلوم فلسطین په شمول د منځني ختیځ په حساسه سیمه کې روان بدلونونونه یې نړیوالې بشري ټولنې ته وړاندې کړې دي.
نن د وږي ۳۰مه د سولې نړیواله ورځ ده.
Add new comment